دوه ستر او سپیڅلي قاریان (أُبَی بن کعب او عبدالله بن مسعود رضي الله عنهما)

۱_ د امت تر ټولو غوره قاري!
رسول الله ﷺ أُبَی بن کعب رضي الله عنه ته وویل: الله امر راته کړی چې تا ته قران ووایم، أبی ورته وویل: ایا الله زما نوم درته یاد کړ؟! رسول الله ﷺ ورته وفرمایل: الله ستا نوم راته یاد کړ. نو أبی په ژړا پیل وکړ. ‏② قال رسول الله ﷺ لـ أُبي بن كعب رضي الله عنه : إِنَّ اللَّهَ أَمَرَنِي أَنْ أَقْرَأَ عَلَيْكَ الْقُرْآنَ. فقَالَ أُبَيٌّ : آللَّهُ سَمَّانِي لَكَ؟ قال رسول الله ﷺ : اللَّهُ سَمَّاكَ لِي. فَجَعَلَ أُبَيٌّ يَبْكِي. متفق عليه
شارحین د أُبَی رضي الله عنه دا ژړا د خوښي ژړا بولي! رښتیا هم لویه نېکمرغي او د خوښي ځای دی چې “رب العلمین” ذات د چا نوم واخلي، هغه هم داسې چې خپل پیغمبر ته امر وکړي چې پر تا نازل شوی قران ستا فلان امتي ته تلاوت کوه! ځینې لوی صحابه کرام ځانګړي القاب او صفتي نومونه لري، لکه “الصدیق” د ابوبکر لقب و، “فاروق” د عمر او داسې نور، د أُبَی لقب “أقرء الأمة” و، یعني د امت تر ټولو غوره قاري.

۲ _ د نبي کریم صلی الله علیه وسلم قاري:
عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي: نبی کریم صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: چې قران راته واورؤه.
ورته ومې ویل: زه څنګه تاته قراٰن واورؤم؟ حالانکه قراٰن خو په تا نازل شوی.
هغه صلی الله علیه وسلم راته وفرمایل: زه دا خوښؤم چې له نورو خلکو نه هم قراٰن واور.
نو سورة النساء مې شروع کړ، تر څو چې دغه ایت شریف ته راورسیدم: (فكيف إذا جئنا من كل أمة بشهيد وجئنا بك على هؤلاء شهيداً)
ژباړه: «نو څه رنګه به وي دوی په هغه وخت کې چې موږ له هر امت څخه یو شاهد راولو او پر دغه امت به تا (محمد صلی الله علیه وسلم) شاهد ګرځو»
په دې وخت کې ګورم چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سترګې له اوښکو نه ډکې دي او ژاړي.
لیکنه: حامد افغان او توریالی تاېب

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button