زمونږ انګلیسي نه ده زده

یو ورور او میرمن یې امریکې ته په هني مون تللي و! انګلیسي یې نه وه زده ، یوه شپه له هوټله ووتل ټکسي ته وختل ورته وايي!
ټیکسیشن ، تلل دي یو ریسټورانټیشن چې هلته خوړل دي د چرګیشن او وریجیشن!!!
هغه یو حلال ریسټورانټ ته بوتلل !
ریسټورانټ کې یې ډوډۍ وخوړه او همدا ټیکسي ورته منتظر ولاړ و چې بیرته یې خپل هوټل ته بوځي!
ټکسیوان ته یې وویل چې بیرته هوټلیشن !!
بیا یې خپلې ښځې ته مخ ور واړاوه ورته یې وویل :
څوک وايي چې انګلیسي سخته ده!
والله دا خو ډیره آسانه ژبه ده!
ډریور ورته وویل:
قسم دی که زه هم نه وی افغانیشن !
نو اوس به ته او ښځه دې وی سرکیشن باندې ویدیشن!!!

اوس زمونږ انګلیسي زده نه ده چې له حکومته پوښتنه وکړو چې د کابل پوهنتونیشن باندې بریدیشن چا کړی و او څه شول!
بیا هغه د افغانستان بانک ماموریشن چا ولې د څه دپاره ووژلیشن!

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: