د يو سېکولر د پوښتنې ځواب!

دکتور محمد عماره

يو سېکولر په مسخره وپوښتلم ؛ ستا د ليکنو به دا مطلب وي ، چې ته د شريعت حاکميت غواړې او موږ دې بېرته شا ته لاړ شو؟
ما ترې ځواب کې وپوښتل، چې بېرته شا تګ څخه دې څه مقصد دی؟ سل کاله مخکې، چې سلطان عبدالحميد پر نيمه زمکه واکمني کوله؟
که هغه وخت ښيې ، چې اروپايي پاچاهانو د عثماني خلافت په سپارښتنه واک درلود؟
که د مماليکو واکمني ښيې ، چې نړۍ يې له مغولو او تتاريانو وژغورله؟
که عباسيان ښيې چې نيمه زمکه يې واک کې وه؟
که امويان يا د عمر رضی الله عنه واکمني ښيې چې د زمکې ډېره برخه يې واک لاندې وه؟
که د هارون الرشيد مهال ښيې چې د روم پاچا نقفور ته يې ليک داسې پيل کړ: د امير المؤمنين هارون الرشيد له لوري د روم سپي نقفور ته؟
که د عبد الرحمان داخل مهال ښيې چې لښکرو يې فرانسا او ايټاليا محاصره کړې وه؟
که په علمي لحاظ ابن سينا ، فارابي ، ابن جبير ، خوارزمي ، ابن رشد او ابن خلدون ښيې چې نړۍ ته يې طب ، فارميسي ، هندسه ، فلکيات او شعر وښود؟
که د عزة النفس مهال ښيې چې يو يهودي د مسلمانې مېرمنې څادري کش کړه ؛ هغې چغه کړه : وآآآ معتصمه! معتصم لښکر موظف کړ ، چې د ټول امارت له زمکې يهودان وباسي؟ او اوس په غرب او اروپا کې د مسلمانو مېرمنو عزت لوټل کيږي، واکمنان خوله نه شي ښورولی!
که د مسلمانانو د اندلس پاچاهي ښيې چې د نړۍ لومړنی پوهنتون يې تاسيس کړ؟ او د هغه وخت د فراغت خولۍ او نرۍ چپن اوس هم د فراغت نښه ده. د سر چترۍ‌داره خولۍ د دې لپاره وه چې د طالب پر سر به يې قرآن کريم ايښود.
که هغه مهال ښيې چې قاهره د نړۍ تر ټولو ښکلی ښار و؟
که هغه مهال ښيې چې يو عراقي دينار د اوسمهال ۴۸۳ ډالرو قيمت درلود؟
که هغه مهال ښيې چې د اروپا فقيران به اسکندريې ته راتښتېدل؟
که هغه مهال ښيې چې امريکا مصر نه مرسته وغوښته چې اروپايان له ولږې تباه کيږي؟
که لږ مې پوه کړې چې څومره شا تګ نه دې وېره ده؟

ژباړه : ل. خيرخوا

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: