هلمند کې د جوارو حاصلات ۲۰سلنه زیات شوي

عزم(چهار‌شنبه، ۰۵، لیندۍ ۱۳۹۹): د هلمند د کرنې ریاست وايي، د پرو سږکال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د جوارو په حاصلاتو کې ۲۰سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، سږ کال په هلمند کې په درې زره او ۸۰۰ هکټاره ځمکه جوار کرل شوي وو، چې له دغو کروندو څخه څه باندې لس زره ټنه د جوارو حاصلات راټول شوي دي، چې د تېر کال په پرتله ۲۰سلنه زیاتوالی ښيي.

«د هلمند اقلیم د جوارو کرکېلي لپاره مناسب اقلیم دی او په دې ولایت کې د جوارو بېلابېل ډولونه کرل کیږي او د پلور لپاره نورو ولایتونو ته صادریږي.»

دی وايي، د روان کال د حاصلاتو د زیاتې کچې لاملونه پرېمانه اوبه، د اصلاح شوي تخمونو وېش، جوارو کرکېلي ته د بزګرانو لېوالتیا او په دې برخه کې د بزګرانو روزل دي. د دې ترڅنګ د هلمند د کرنې ریاست د مسلکي کارکوونکو له خوا د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ښودل او د کیمیاوي سرو او اصلاح شویو تخمونو وېشل یې نور لاملونه دي.

هلمند د هېواد په کچه لوى او کرنيز ولايت دى. جوار، غنم، لوبيا، ممپلي، رومي، بينډۍ، پنبه، تورې مۍ او زعفران يې ښه حاصل ورکوونکي کرنيز حاصلات دي. د هلمند یوشمېر کروندګر هرکال زرګونه هکټاره ځمکه کې د جوارو کرکېله کوي او له خپلو حاصلاتو خوښ دي.

هلمند د هغو ولایتونو په ډله کې دی، چې د بېلابېلو کرنیزو توکو د کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري په دې ولایت کې تر ډېره غنم، جوار، لوبیا او نور ډول ډول کرنیز توکي کرل کېږي، چې ښې پایلې ورکوي.

د کرنې برخې کارپوهان وايي، که په هلمند کې کرکېله مسلکي شي او د بزګرانو د اوبو ستونزه یې هواره شي، دغه ولایت په ډېرو برخو کې افغانستان پر ځان بسیا کولی شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: