سي آی اې یا Central Intelligence Agency وپېژنﺉ!

په نړۍ کې سي آی اې (CiA) تر ټولو ادارو لویه، خطرناکه او د ستر ځواک لرونکې استخباراتي اداره ده، د امریکا په نوې پوځي ستراتیژۍ کې پر دریو برخو تکیه شوې: د سي آی اې استخباراتي جال، د ډرون په ګډون عصري ټیکنالوجي، او کرايي شوي قراردادي پوځیان، لکه بلک واټر….
مونږ یې پر سي آی اې بحث کوو:
سي آی اې د امریکا د ټول ځواک د ملا تیر حیثیت لري، د امریکا ولسمشر او چارواکي هېڅکله هم پر سي آی اې محدودیتونه نه وضع کوي او اوس یې وضع کولی هم نشي، ځکه دا د امریکا د ګټو پر خلاف کړنه ده چې څوک دې د سي آی اې د کارونو خنډ شي. په ریښتنې معنا نن تقریباً ټوله نړۍ د یادې استخباراتي ادارې په مرسته د امریکا تر څارګرو سترګو لاندې ده.
هغه راپورونه چې د دغې ادارې په اړه شاوخوا ۳ کاله وړاندې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې نشر کړل، په دې ډول دي: سي آی اې ۸۰۰۱۱۱ تنه مامورین او جاسوسان لري، له دې جملې څخه ۳۰۰۱۱۱ تنه د امنیتي کمپنیو قراردادیان دی، د دغې استخباراتي ادارې مامورین په پوځ او دپلوماتانو کې ګومارل کیږي، هغه کمپنۍ چې دوی ورسره اړیکې لري شمېر یې تر ۳۰۰۰ پورې رسیږي، چې لویې یې بلک واټر او زي ورلډ دي. دغه اداره د دومره واک څښتنه ده چې د امریکا د دفاع وزارت یې هم د فعالیت د ساحې او کارونو په اړه معلومات نه لري. که وکتل شي سي آی اې په امریکا کې له پنټاګون لوړه اداره ده، ځکه چې مالي بودیجه یې له هغې ۴ او ۵ چنده لوړه ده، د دغې ادارې مرکزي دفتر له واشنګټن څو میله لرې په لانګي، ورجینیا کې دی، سي آی اې پراخ تشکیات لري، ساحوي دفترونه یې په لاندې ډول دي: یو خاص دفتر د عراق لپاره، د منځني ختیځ او شمالي افریقا، د جنوبي آسیا د ارزونې، د روسیې او اروپايي هیوادونو، د اسیا، لاتین امریکا او افریقا مرکزونه. فعالیتونه یې دری اساسه لري: چې د خارجي دولتونو، ادارو او خلکو په اړه د معلوماتو راټولول، د نورو ادارو راټول شویو معلوماتو په نظر کې نیولو سره د تر لاسه شویو معلوماتو تحلیلول او د خپلو مامورینو پر مټ د پوځ یا نورو ادارو په مرسته د پټو او جنګي عملیاتو ترسره کول پکې شامل دي. سي آی اې د امریکا د نورو ادارو برعکس په مالي بودیجو کې ۵ لومړیتوبونه لري: تر ټولو لوړه د تروریزم پر ضد مبارزه، د لویو بربادوونکو وسلو) اتمي او نورو( پر جوړولو د بندیزونو لګول، چې شمالي کوریا تر ټولو او ستر مشکل هدف دی، د امریکا مشرانو ته د مهمو بهرنیو پېښو احوال ورکول، چې پاکستان تر ټولوخطرناک هدف ښودل شوی. د استخباراتو ضد هیوادونه، چې چین، روسیه، ایران، کیوبا او اسرائیل اساسي اهداف ښودل شوي تعقیبول. دغه اداره یو پوهنتون او پراخ روزنیز کیمپونه لري، مالي بودیجه یې نامعلومه ده، کولی شي چې له دولتي خزانې بې شمیره ډالر خرچ کړي. د سي آی اې کړنلارې او فعالیتونه د نورو پرمختللو هیوادونو له استخباراتي ادارو سره ورته؛ خو ډیر پرمختللي دي .
سي آی اې (سنټرل انټي جنس سروس ( د دوهمې نړیوالې جګړې د OSS) د سټراتيژیکو خدماتو د دفتر ) له اطلاعاتي څانګې څخه وزیږیده . تر ۲۰۰۰ م کال لا سي آی اې د او اس اس په نامه فعالیت درلود؛ خو وروسته یې ځانته فعالیتونه پیل کړل، ساینسپوهان او د خطرناکو وسلو جوړونکي یې په خپلو لیکو کې جذب کړل، چې ښه بیلګه یې: د نازي المان د ساینسپوهانو خپلول دي، همدارنګه دغې ادارې بې شمیره خبریالان وروزل او د رسنیو بنسټ یې کېښود، چې په هغو کې نوموتې رسنۍ لکه: اې بي سي، ان بي سي، سي بي اس، اې پي، رویترز، ټایم، نیوز ویک او نورې شاملې دي، چې له دې لارې رسنیز پروپاګند کوي د یو لړ اسنادو له مخې سي آی اې ۳۰ سازمانونه او تر ۱۱۰ تنو زیات خبریالان درلودل.
سي آی اې د حکومتونو په رانسکورولو کې هم ډېر ستر رول لوبولی دی سي آی اې په دې اړه ډېر بوږنوونکی تاریخ لري، ښه بېلګه یې په ایران کې د ډاکټر مصداق او په مصر کې د محمد مرسي د حکومتونو رانسکورول دي.
موږ د تاریخ په اوږدو کې، په تېره په وروستیو څو لسیزو کې د څارګرو ادارو د پټو جګړو په اور کې راښکیل شوي یو، چې له بده مرغه تر اوسه پورې همدغه تور سیوری زموږ پر ولس غوړیدلی دی، دا اوس چې زموږ ولس هره ورځ وژل کیږي د دې مرګونو په تعریف هیڅوک ونه پوهیدل، یوازې ویر یې د افغانانو کاله ته راغلی دی. که زمونږ د هیواد لسیزو او حتی پیړۍ وړاندې حکومتونو ته وګورو؛ نو څرګنده ده چې هغه حکومتونه هم د انګلستان او روسیې تر څار او برید لاندې وو، چې په دې جګړه کې څارګرې ادارې تر ډیره فعالې وې، له شاه شجاع تر غازي امان الله خانه د انګلستان جاسوسي شبکو پرینښودلو، له داوود خانه تر نجیبه بیا د روسیې جاسوسو شبکو ارام ته نه یو پريښي او له هغې وروسته تر دې دمه د امریکا سي آی اې ده چې هوسا ژوند یې راته اور ګرځولی دی، همدغه امریکا او جاسوسې ادارې دي چې دوه افغانان د دښمنانو په نوم سره جنګوي او خپله یې ننداره کوی.
که د سي آی اې هغه ځواک او قدرت ته چې دا مهال یې په امریکايي حکومت لري وکتل شي؛ ویلو شو، چې واک د سي آی اې دی؛ نه د امریکایي ولسمشر او چارواکو!!! له دې وړاندې هم امریکایي ولسمشرانو د یادې استخباراتي ادارې له کنټروله بهر هیڅ نه دي کړی؛ او په راتلونکي کې به هم څوک داسې پیدا نشي چې د سي آی اې له امر به سرغړاوی وکړي.

یادونه: د سي آی اې د واک او امریکایي حکومتونو د غلامۍ په اړه د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي آی اې پټې جګړې (The Secret Waes of C.I.A) انګلیسي کتاب چې یو انګریز لیکوال لیکلی کتلی شئ، د دغه کتاب پښتو، اردو، دري او عربي ژباړې هم شته!

لیکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button