په جماعت سره د لمونځ اداء کولو فضیلت

په جماعت سره د لمانځه اداء کول ډېر ستر اجر او فضیلت لري. چې په دې اړه نبي کریم صلي الله عليه وآله وسلم ډېر څه فرمایلي.
خو موږ ته همدا لاندې څو مبارک احادیث هم کفایت کوي:
قال رسول الله صلي الله علیه وسلم: (صَلَاةُ الجَمَاعَةِ أَفْضَلُ مِن صَلَاةِ الفَذِّ بسَبْعٍ وَعِشْرِينَ دَرَجَةً).
ژباړه: د جماعت لمونځ له فردي لمونځ څخه اوویشت درجې بهتر (غوره) دی.
په يو بل حديث شريف کې راغلي:
قال رسول الله صلي الله عليه وآله وسلم: (مَن صلَّى للَّهِ أربعينَ يومًا في جماعةٍ يدرِكُ التَّكبيرةَ الأولَى كُتِبَ لَه براءتانِ : براءةٌ منَ النَّارِ ، وبراءةٌ منَ النِّفاقِ).
ژباړه: نبي اکرم صلي الله عليه وآله وسلم فرمايلي: (چا چې د الله عزوجل د رضا لپاره د لومړني تکبیر په نيولو سره؛ څلوېښت ورځې په جماعت سره لمونځ اداء کړ، هغه ته به له دوو چارو څخه برائت ولیکل شي: د جهنم له اوره خلاصون او له نفاق څخه خلاصون.
خو څرنګه چې د سهار جمعه عموماً پر خلکو باندې یو څه ډېره درنه وي، نو ځکه یې په اړه خصوصي فضایل هم بیان شوي.
لکه چې رسول الله صلي الله علیه وسلم فرمایلي: (مَن صلى الفجرَ في جماعةٍ ، ثم قَعَد يَذْكُرُ اللهَ حتى تَطْلُعَ الشمسُ ، ثم صلى ركعتينِ ، كانت له كأجرِ حَجَّةٍ وعُمْرَةٍ تامَّةٍ ، تامَّةٍ ، تامَّةٍ).
ژباړه: نبي کریم صلي الله عليه وآله وسلم فرمایلي: چا چې د سهار لمونځ په جماعت سره اداء کړ، بيا کښېناست او تر لمر راختو پورې یې د الله تعالی ذکر وکړ، بيا یې دوه رکعته لمونځ وکړ، نو د ده لپاره به د یو حج او عمرې پوره، پوره، پوره اجر او ثواب وي.
هشام المبارک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button