طالبان بايد په تبليغاتي ډګر کې تعرضي حالت غوره کړي

بسم الله الرحمن الرحيم

ليکنه : سراج ( افغان )
له څه مودې راپديخوا د اشرف غني حکومت د طالبانو پر ضد سختو او زهرجنو تبليغاتي بريدونو ته مخه کړې ده، په آزادو شوو بنديانو کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو د شتون ادعاء او له دوی څخه د نړۍ ويرول، د جعفري فقهې په اړه د طالبانو د دريځ ناسم تعبير، د طالبانو د مذاکراتي ټيم د پريکړو د واک او مودې په اړه د پوښتنو راپورته کول، د جنګ د کچې په لوړوالي او شدت بار بار د طالبانو تورنول، هره اونۍ په ملکي تلفاتو د طالبانو متهمول، د کابل د پوهنتون بريد طالبانو ته منسوبول او له القاعدې سره د طالبانو د کلکو اړيکو ادعاء د اشرف غني د حکومت د چارواکو د مهمو تبليغاتي بريدونو په توګه يادولای شو. په دې ټوله موده کې طالبان وضاحت، ترديد او غبرګون ته اړ شوي وو او ډير کم يې له خپل لوري څخه د اشرف غني په حکومت تبليغاتي بريدونه ترسره کول، د اشرف غني د حکومت موخه له دې تبليغاتو څخه د بين الافغاني مذاکراتو پر وړاندې ( چې د دوی د ميل مطابق نه دي روان ) د خنډونو ايجاد وو.
څرنګه چې تر اوسه پورې طالبان د جنګ په ډګر او جنګي تبليغاتو کې د اشرف غني له حکومت څخه وړاندې دي؛ بايد په سياسي ډګر کې هم په تبليغاتي برخه کې دفاعي حالت ته د پای ټکی کيږدي او يوه داسې تبليغاتي استراتيژي جوړه کړي چې په سياسي ډګر کې هم په تبليغاتي برخه کې د اشرف غني له حکومت څخه وړاندې شي، په سياسي مبارزه کې تبليغات ( په ځانګړې توګه داسې تبليغات چې په هيواد کې د ننه او له هيواد څخه بهر افکار تر اغيز لاندې راولي ) ډير مهم دي، ځکه پر وخت سره اغيزمن تبليغات په يوه سياسي پروسه کې له زيانونو څخه د وقايې حيثيت لري.
طالبان کولای شي د خپل سياسي دفتر له لارې منظم او مؤثر تبليغات ترسره کړي، په دې شرط چې په تبليغاتي برخه کې يوازې په وياندويانو اکتفاء ونکړي، بلکه مطرح شخصيتونه يې سياسي تبليغاتي جګړې ته راوړاندې شي او له هغه فرصت څخه ( چې د بهرنيو معتبرو رسنيو له لارې د خپل اصولي او معقول موقف د انعکاس په برخه کې په لاس ورغلی دی، ولو که محدود هم دی ) په منظمه او عظمي توګه استفاده وکړي، که چيرې له سياسي هلو ځلو سره تبليغات ملګري نه وي او په تبليغاتو کې تعرضي حالت اختيار نشي، سياسي هلې ځلې به طبعاً نيمګړې او ناقصې وي، عمومي افکار او د علاقه مندو لورو پاليسۍ او استراتيژۍ به په بل لوري څرخي.

طالبان بايد د سولې او مذاکراتو ضد عناصرو ته ( چې په اوس وخت کې يې د رامنځته شوي فرصت د سبوتاژ لپاره هم په کور د ننه او هم په نړيواله کچه زهرجنو تبليغاتو ته مخه کړې ده ) موکه ورنکړي، د دوی د ټولو هڅو مخه ونيسي او دې ته يې پرينږدي چې د اولس هيلې له خاورو سره برابرې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button