ارګ: د سولې خبرو کې د پرمختګ اوازې رد کړې

عزم(چهار شنبه،۵، لیندۍ ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې ځینو رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د کابل مرکچي ټیم له طالبانو سره ددوحې هوکړه د اساس په توګه منلې او ارګ هم له خپل ټیم سره په دې هکله توافق کړی؛ تازه د اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په خبرو کې د پرمختګ دغه اوازې رد کړې او ویلي یې دي چې دوی تر اوسه په مذاکراتو کې کوم پرمختګ نه لري.
صدیقي وویل:  د سولې خبرو کې هېڅ پرمختګ نه شوی ځکه د طالبانو غوښتنې د “اساسي قانون” خلاف دي« طالبان پر هغو مسایلو ټينګار کوي چې هغه د خلکو د غوښتنو خلاف دي او موږ یې واک نلرو.»
که څه هم د طالب بندیانو آزادیدل د طالبانو او امریکا د هوکړې پر اساس ترسره شو، خو صدیقي دا د خپل رژیم ابتکار وباله او زیاته یې کړه چې«موږ ۵ زره بندیان د تاوتریخوالي کمښت او د سولې خبرو پرمختګ په موخه ازاد کړل، خو دواړه موخې نه دي عملي شوي.»

په داسې حال کې چې د ارګ ویاند په خپله ننۍ بیانیه کې طالبان غیر مشروع ځواک وباله، خو بیا یې هم له هغوی وغوښتل چې که د اوربند په تړاو د کابل حکومت غوښتنو ته پام نه کوي، نو د نړیوالې ټولنې غوښتنې دي په پام کې ونیسي.

لیکوال او د سیاسي چارو فعال ذاکر جلالي وایي، نژدې ټولو سياسي مشرانو په دوحه کې د وروستي پرمختګ هرکلی کړی. اوس د ارګ د وياند له خبرو څرګنده شوه چې غني له شوي پرمختګه خوشاله نه دی او مخالفت يې کوي‌.
جلالي زیاتوي، متأسفانه دغه وړ دريځونه د سولې بهير سره مرسته نسي کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: