سویلي کوریا یو ځل بیا له عامې روغتیا وزارت سره د طبي توکو مرسته وکړه

عزم(پنج‌شنبه، ۰۶، لیندۍ ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، سویلي کوریا یو ځل بیا له دغه وزارت سره د طبي توکو مرسته کړې ده.

 له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د طبي توکو په دغه کڅوړه کې ۲۲۷زره ماسکونه دي.

د عامې روغتیا وزیر احمد جواد عثماني وايي، سویلي کوریا له دې وړاندې هم له دغه وزارت سره په بېلابېلو برخو کې طبي مرستې کړي دي. «د سویلي کوریا دا مرسته افغانستان د روغتیا سکتور له مهمو اړتیاوو څخه وه او ډاډ یې ورکړ چې دغه روغتیایي توکي به په اړمنو ځایونو کې مصرف شي.»

د ده په خبره، ماسک کارول د کرونا وایروس په مخنیوي کې مهم دی او دغه ماسکونه به د هېواد ډېرو روغتیايي مرکزونو ته ولېږي.

په کابل کې د سویلي کوریا سفیر ري ژا هوینګ وايي، د دې مرستو موخه له کرونا سره مبارزه ده؛ ځکه کرونا وایروس د افغانستان په ګډون د نړۍ ټول هېوادونه اغېزمن کړي دي. «سویلي کوریا تر دې دمه شاوخوا یو بېلیون ډالر د افغانستان دولت سره په بېلابېلو برخو کې مرسته کړې او دا مرستې به دوام ولري.»

سویلي کوریا داسې مهال له عامې روغتیا وزارت سره د ۲۲۷زره ماسکونو مرسته کړې، چې په هېواد کې د کرونا وایروس یو ځل بیا په چټکۍ خپرېږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا ۲۱۲مثبتې پېښې ثبت شوي او ۱۶تنه له کرونا مړه شوي دي، خو ۲۳تنه بیا له دې ناروغۍ ښه شوي.

اوس‌مهال په هېواد کې ۴۵زره او ۳۳۹تنه په دې ناروغۍ اخته شوي، چې ۷،۶۱۷تنه لا هم له دې ناروغۍ کړېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button