سوله مهمه ده، که نړیوالې مرستې؟

خط اول:

د روانې نومبر میاشتې په ۲۴مه په جنیوا کې نړیواله مرسته کوونکو هېوادونو او بنسټونو له افغان حکومت سره د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د څه باندې ۱۳مېلیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه. د جنیوا سږنی کنفرانس داسې مهال جوړ شو، چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې هم روانې دي. په مرسته کوونکو هېوادونو کې ځینو خپلې مرستې مشروطې کړې؛ خو ځینو هېڅ هم ونه ویل. په ټوله کې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره افغان حکومت ته ځینې داسې شرطونه هم اېښودل شوي، چې پلي کول یې ورته اړین دي، ځکه دغه مرستې د همدغو شرطونو د پوره کولو لپاره دي. افغان حکومت هم اړ دی چې دغه شرطونه پوره کړي او بیا مرستې ترلاسه کړي.
د امریکايي یرغل نه وروسته په هر څلورو کلونو کې د افغانستان په اړه یو کنفرانس جوړېږي او په دغه کنفرانسونو کې د څلورو کلونو لپاره د مرستې ژمنې کېږي؛ خو د سږني کنفرانس توپیر په دې کې وو، چې سږ کال د سولې خبرې روانې دي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شوې، د امریکا او ناټو عسکر له افغانستانه په وتلو دي او نړیوالې مرستې هم نورې کمېږي او راتلونکي حکومتونه اړ دي چې خپلې اړتیاوې په خپله پوره کړي. اوس‌مهال افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې دی او هر کال افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ژمنه کوي، خو د دې پر ځای چې اداري فساد ختم کړي، بلکې نور هم ډېرېږي. په حکومت کې اداري فساد له ارگه رانیولې تر عادي ادارو پورې روان دی. یعنې په اداري فساد ټول حکومت ککړ دی او د فساد رېښې هم دومره ژورې دي، چې د اوسنیو چارواکو پرې وسه هم نه کېږي. ځکه دوی خپله د دې فساد برخه دي او هر یو ته خپله برخه رسېږي.
په تېرو شلو کلونو کې امریکا، اروپا او نورو مرسته کوونکو هېوادونو له افغان حکومت سره مېلیاردونه ډالر مرستې کړي، خو دغه مرستې له نیمايي ډېرې ورکې شوي دي. په افغانستان کې لا هم په ځینو اړینو برخو هېڅ پانگونه نه ده شوې. له دومره ډېرو مرستو سربېره په افغانستان کې بې‌کاري په اوج کې ده، د فقر کرښه ۷۳سلنې ته لوړه شوې، یعنې دلته یوازې ۲۷سلنه خلک کولی شي چې درې وخته ډوډۍ وخوري او پاتې خلک په دې هم نه توانېږي چې درې وخته ډوډۍ دې وخوري. افغانستان په تمامه معنا یو وارداتي هېواد دی او له ځینو مېوه‌جاتو او سبو پرته نور دلته داسې څه نه تولیدېږي، چې د خلکو اړتیاوې دې پوره کړي.
که څه هم افغان چارواکو د جنیوا په تېر کنفرانس کې د سولې خبره هم یاده کړه، خو داسې ښکاري چې دوی لا هم سولې ته غاړه نه ږدي؛ ځکه ځینې داسې هېوادونه هم شته، چې حکومت ته د مرستې دروغجنې ژمنې ورکوي او نه غواړي چې په افغانستان کې دې سوله راشي. د دغو هېوادونو شمېر کم دی او حکومت یې په دې ډاډه کړی که امریکا او ناټو خپلې مرستې ودروي، نو دوی به خپلې مرستې روانې ساتي. نړیوالې ټولنې ته پکار وه، چې سږني کنفرانس کې یې هېڅ د مرستې ژمنه نه وی کړی او خپلې مرستې یې هغه وخت اعلان کړی وی، چې د سولې خبرو یوه پایله هم ورکړی وی. ځکه اوس وخت کې موږ د نړیوالو له خیرات نه سولې ته ډېره اړتیا لرو. د خیرات په دغه پیسو یوازې د څو لوړ پوړو چارواکو ژوند نور هم ښه کېږي، خو غریب ته پکې هېڅ هم نه رسېږي. په سوله کې یوازې د دولتي چارواکو زیان دی، خو د سولې ګټه بیا ټولو خلکو ته ده. پکار ده چې دغه مرستې نورې هم مشروطې شي او تر هغه وخته چې د سولې خبرې یوې پایلې ته رسېدلي نه وي، حکومت ته یوه روپۍ هم ورنه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button