سپین اوړه ستاسو د صحت پټ قاتل

په سپینو اوړو کی هغه خطرناک کیمیاوی مواد شته چی حتی کولائ شئ د حشراتو د وژلو لپاره تري کار واخلئ.

 

نن ورځ دغه سپین اوړه چی په عامه استعمالیږی او اکثره شتمن او سرمایه دار خلک تری استفاده کوی، له ډیرو هغو کیمیاوی او حشره وژونکی موادو څخه جوړ شوی چی د انسان صحت او ژوند لپاره خطرناک او د مزمنو نارغیو سبب کیدائ شی.

 

دلته ځینو هغه پټو رازونو ته اشاره کوو چی ستاسو د تعجب او حیرانتیا وړ ګرځی.

 

سپین اوړه د هرقسمه مغذی او مفید موادو څخه تش (عاری)دي.

د سپینو اوړو تولیدونکي کمپنۍ لمړۍ د غنمو له دانو څخه د هغوۍ سبوس جلا کوي چی دغه د غنمو سبوس شپږ۶ لایی یا خور درلودونکي دي. د یادونې ده چی دغه د غنمو خور کښي ۷۶ فیصده ویټامین او معدنی مواد او همدارنګه ۹۷ فیصده فیبر وجود لري چی پدی عمل سره دغه مواد ټوله له منځه ځي. همدارنګه ټول اي E ویټامین او ۵۰ فیصده کلسیم،۷۰ فیصده فسفرس، اوسپنه، مګنیزیم او بي B ویټامین په کُلّی ټوګه له اوړو څخه جلا او له منځه ځی.

 

د پوتاشیم پرومات ور زیاتول

ورسته لدی چی دغنمو د سبوس ټول لایی او خور سره د غذایی موادو له منځه ولاړ شي، د اوړو د اوږدمهالی ساتنی او کیفیت لپاره د دی اکسید کلر څخه استفاده کیږی، لهذا د آمونیم کربنات او ګچ په ورګډولو سره د مصرف کوونکو او خلکو په نظر کی دغه اوړه سالم او روغ ښکاري. ورسته بیا اوړو ته د مالګین ضد یو قسم عامل د سوربیتان (تک اشباع) او پوټاشیم پرومات په نامه ورګډیږي، د ویلو وړ ده چی دغه ماده ډیره قوې او د انسان حجراتو ته زیان رسونکی ده. همدارنګه دغه ماده ډیره سرطان زا ده چی په ډیری هیوادو لکه انګلستان او کاناډا او نور پر مخ تللی ملکو کی استعمال یې منع شوی دئ.

 

سپین اوړه یو قسم طبیعی حشره وژونکی مواد دی

ایا په دی پوهیږئ چی که فرضاْ یوه حشره د سپینو اوړو بوجۍ ته داخل شي او اوړه وخوری، له لږ ځنډ ورسته مري؟ بلی هو سپین اوړه یو قسم طبیعی حشره وژونکی مواد دی.

 

ډیابیټ یا د شکرې ناروغی د سپینو اوړو د استعمال په نتیجه کی پیدا کیدائ شي

په سپینو اوړو کی یو قسم مواد د آلوکسان په نامه شته چی صرف د اوړو د تازه او صفا ښکاره کیدو لپاره ورګډیږی. تحقیقات او پلټنو ثابته کړی چی آلوکسان به لوزالمعده کی یو قسم حجرات د بتا سلول په نامه له منځه وړي او همدارنګه د دغه مواد ضرر د انسان په پانکراس غدّه (کڅوري) په مراتب زیات دي.

imagesضضض

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button