بادغیس:د طالب ولسوال په نوم د ملکیانو کور بمبار شوی او د یوې کورنۍ ۱۲تنه غړي شهیدان شوي

عزم(جمعه،۷ لیندۍ ۱۳۹۹): راپورونه وایي چې تیره شپه بادغیس ولایت آبکمري ولسوالۍ اړوند د “کوکچائل” په نامه سیمه کې په یوه هوایي برید کې ملکي وګړو ته د سر دروند زیان اوښتی دی.
سیمه ایزې سرچینې وایي، برید د امین الله په نامه د یوه کلیوال وګړي پر کور تر سره شوی، چې په ترڅ کې یې د نوموړي د کورنۍ ۱۲تنه غړي چې زیاتره یې میرمنې او ماشومان وه؛ شهیدان شوي دي.
سرچینې زیاتوي، برید کې د کور مشر “امین الله” هم وژل شوی او نورو مالي زیانونو د ور اوښتو ترڅنګ یې کور هم په بشپړ ډول لمنځه تللی دی.

دسیمې خلک وایي، پیښه کې یواځې ملکي وګړي هدف ګرځول شوي او طالبانو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
خو د ملي دفاع وزارت بیا د امین الله په نامه کس، د آبکمري ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال بولي.

هغه ادعا چې د سیمې خلک یې ناسمه بولي او وایي، چې امین الله عادي دهقان وګړی وه او له هیڅ کومې وسلوالې ډلې سره یې اړیکې نه درلودې.

دا پیښه داسې مهال رامنځته کیږي، چې تر دې څو اونۍ وړاندې د تخار په ولایت کې د اشرف غني دلومړي مرستیال “امرالله صالح” په حکم پر یوه جومات بمبار تر سره شو او ګڼو ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته؛ خو حکومت بیا د برید پړه ومنله او ټول وژل شوي ماشومان یې، وسلوال طالبان وبلل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button