ارګ کې تر ټولو لوی مفسدین او جنایتکاران راټول دي!!

خبیر احمد

د کابل رژیم مشر په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې په نوم کمېسیون ایجاد کړی دی – هغه کمېسیون چې د رژیم ماهیت او وضعیت ته په کتلوسره به له شک پرته همدغه کمیسون دفساد او درغلیو لویه ځاله او بانډ وي .

له فساد سره د مبارزې لپاره د کمېسیون ایجاد د هغو کوښښونو د لړۍ برخه ده چې کابل اداره یې په مټ د جینوا کانفرنس کې د نړیوالو په سترګو کې خاورې شیندلو باندي له هغوی مالي مرسته ترلاسه کول غواړي.

له تیرو دولسیزو راهیسي دارګ سپین سترګو غلو همیشه دغه رنګ نمایشي ګامونه پورته کړي چې کله دافغانستان په باب دمرستو او بسپنو کومه نړیواله غونډه او اجلاس جوړشوی !

داځل یې هم دجنوا مرستندویه ناسته کې همدا تکتیک وکاراوو نو دارګ داړه ماران دخپل عادت له مخې هڅه کوي نړیوالو ته ځان د فساد پر ضد مبارزه کوونکی وښيي، اما د رژیم ملاتړي پخپله هم پوهیږي چې دا اداره نه داچې په فساد کې غرقه ده داصلاح او سمون احتمال یې هم نه شته، ځکه له سره ترنوکه مفسدین او مجرمین سره یو ځای شوي

تېره اوونۍ د سیګار په نوم د امریکا د څار یوې ادارې راپور خپور کړ چې په کابل اداره کې فساد لا هم د پخوا په څېر حاکم دی او د دې شومې پدیدې د له منځه وړلو لپاره شوې وعدې یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

غربیان پوهیږي چې د دوی لخوا دې ادارې ته، چې د واکمنۍ له امله یې اوس افغانستان د منځنۍ اسیا تر ټولو فاسد هېواد بلل کیږي، ورکول کېدونکې مرستې په خپل ځای نه لګیږي او بېرته به د فساد ښکار کیږي. له همدې امله یې وار له مخه لا اعلان کړی چې ښايي سږ کال د کابل رژیم د امید برخلاف کمې مرستې ورسره وکړي – هغه هم په سختو شرایطو.

اوس ټولې نړۍ ته څرګنده شوې چې د کابل رژیم د شعار او عمل ترمنځ د ځمکې او اسمان فرق دی. شعارونه یې داسې دي لکه د سیمې تر ټولو پاک نظام چې وي، خو په حقیقت کې بیا د منځنۍ اسیا تر ټولو فاسد نظام بلل کیږي. یو دېوال په یو میلیون ډالره جوړول او له کورونا سره د مبارزې لپاره د قرض او ترلاسه شویو سلګونه میلیونه ډالرو درک ورکېدل د مشت نمونه خروار په ډول په دې وروستیو کې د کابل ادارې د فساد له رابرسېره شویو نمونو د یادونې وړ دي.

د خپلو غلامانو په حقیقت د پوهې له امله به ښايي د رژیم بهرني ملاتړي دې ادارې ته هغومره لاس وراوږد نه کړي څومره چې یې دا تپل شوې او فاسدې څېرې هیله لري، خو دا چې د رژیم د ملاتړو ګټې د همدې فاسدترین نظام په بقا کې نغښتي دي نو قُوت لایموت به یې حق وبولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button