د امريکايي اډو تخليه، يوه لويه ډاډګېرنه

 

کريم الله کامران

د روان ميلادي کال په فبروري میاشت کې د طالبانو او امريکايانو تر منځ په لاسليک شوې توافقنامه کې تر ټولو ستره اساسي موضوع د افغانستان له خاورې څخه د ټولو خارجي پوځيانو او ورسره مله قرداديانو وتل حتمي ګڼل شوي دي، د توافقنامي د لاسليک وروسته د امريکايانو او نورو بهرنيو نظاميانو د وتلو لپاره يوازي څورلس مياشتي وخت ورکړل شوی دی، چې په همدې وخت کې به امريکايان، متحدين او قرارداديان يې ټول د افغانستان له خاوري پښې سپکوي او خپلو هيوادونو ته به ستنيږي.
د افغانستان څخه د امريکايي اشغالګرو ځواکونو وتل او د اشغال ختمېدل د ځينو کړيو لپاره درانه او د ناخوښۍ وړ ثابت شول، چې د هغه کړيو په رأس کې د کابل رژيم چارواکي قرار لري، دا ښکاره خبره ده، چې د امريکايانو په وتلو سره د جګړې اور پای مومي، خو هغه کړيو خپل اقتدار او ګټي د جګړې په تمام کې نه ليدلې، بلکې د جګړې په دوام کې وې، ځکه هغوی د امريکايانو د وتلو او د اشغال د خاتمې سره سخت مخالفت او ناخوښي څرګنده کړه.
دې کړيو خپله ناخوښي په ډول ډول څېرو کې راښکاره کړه او د بيلابيلو څرګندونو او عملونو په کولو سره يې د امريکايانو پاته کيدلو ته بهانې ايجادول جاري کړې، د بيلګي په ډول ځينو يې د خلکو په ذهنونو کې داسې تشويشونه او انديښنې شيندل پيل کړې، چې ګواکې د امريکايانو د وتلو وروسته به هم هغسې هرج و مرج او خپلمنځي جګړې پيل شي، کوم چې د روسي اشغالګرانو د وتلو وروسته څو واک طلبو د اقتدار پر سر پيل کړي وې، د طالبانو تر پاڅون پوري يې وطن سور تنور کرځولی و، او يو ځل به بيا پر افغانانو د هغه وخت له دردونو او کړاونو ډک حالت تکرار شي، خو داسې اټکل بيخي ناسم دی، ځکه هغه وخت چې روسان له افغانستانه ووتل، د اوس سره چې امريکايان له افغانستانه وزي، د مځکي او اسمان په اندازه توپير لري، چې دغه توپير يو کمکی ماشوم هم درک کولی شي.
ځينو يې په ډير قصاوت سره زموږ د بې وزلو او بې کسو هيوادوالو په وينو لاسونه ولړل، مظلوم افغانان يې يوازې او يوازې د دې لپاره ووژل او در بدره يې کړل، چې د امريکايانو پاته کيدلو ته بهانه جوړه کړي، پر بې ګناه مظلومو افغانانو يې په يوه او بل نامه باندې درانه او زړه بوږنونکي بريدونو وکړل، هدفي وژني يې وکړې، سياستمداران، ليکوالان، ژورناليستان او د ټولني مخکښان يې ترور کړل، په عامه ځايونو کې يې چاودني وکړې، دغه ناوړه کارونه ټول د پردې تر شا د همدې کړيو تور عمل و، خو دوی ښکاره پرې د يوه او بل نوم ليبلونه سريښ کول، ترڅو په همدې وحشيانه کړنو امريکايان له تيښته څخه ايسار کړي.
خو د دې کړيو دغه تبليغاتي جرمونو او جنايتونو د وتلو په اړه د امريکايانو مراندې سستې نه کړې حتی دوی ته يې د پاته کيدلو دروغجن ډاډ هم ورنه کړ، د دې کړيو هغه ټولې هڅي يې ناکامي کړې، چې دوی د امريکايي پوځيانو د تيښتي د مخ نيولو لپاره پر کار اچولي وې، د دوی هغه ټول خوبونه اوبو يوړل، چې د خپل اقتدار او ګټو لپاره يې ليدل.
د افغانانو لپاره دغه يوه ډاډګيرنه او تسلې ثابته شوه، چې امريکايان هره ورځ د هيواد په ساره او اوږده کې خپلي اډې تخليه کوي، په ډيره ګړندۍ توګه له اولي ورځ لګيا دي، سامانونه او وسائل يا پاکستان ته اړوي له هغه لاري يې امريکا ته ليږدوې، او يايې کباړ کوې، د پير لپاره يې په افغان بازارونو کې افغان تجارانو ته وړاندې کوې.
د امريکايې اډو د تخليې په اړه د امريکا رسنۍ وخت په وخت راپورونه خپروي، د واشينګټن پوسټ وروستی راپور يې د يادوني وړ دی، چې په افغانستان کې د امريکايې اډو د تړلو او امريکايې ځواکونو د وتلو په باب يې نشر کړی دی او دا يې د طالبانو سره د سولي د تړون د يوې برخي د تطبيق پروسه بللې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: