«د جڼغوزیو بیه ٪۶۰سلنه راټیټه شوې»

عزم(یکشنبه، ۰۹، لیندۍ ۱۳۹۹): په هېواد کې د جڼغوزیو سوداګر وايي، د جڼغوزیو بیه ۶۰سلنه راټیټه شوې ده او ګڼ سوداګر یې زیانمن کړي دي.

د دوی په خبره، د کرونا له امله چین ته سفرونه ځنډول شوي، چې په افغانستان کې هم د جڼغوزیو بیه ٪۶۰ ټیټه شوې ده.

د سویلي ولایتونو«پکتیا، پکتیکا او خوست» سوداګر وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې د افغانستان جڼغوزیو په نړیوالو مارکېټونو کې ښه نوم پیدا کړی و، خو د کرونا له امله یې اوس پېر پلور کم شوی دی.

د پکتیا د سوداګرۍ خونې مشر نصیر عالمیار وايي، د افغانستان جڼغوزي چین، هند او پاکستان ته صادرېدل، خو سږ کال د هوايي دهلېزونو له لارې د صادراتو د کمښت له امله دغه قیمتي مېوه په ټیټه بیه ځي.

دی وايي، پرو سږکال د جڼغوزیو حاصلات کم و، خو قیمت یې لوړ و او سږ کال یې حاصلات ډېر دي، خو په ټیټه بیه پلورل کېږي.

د عالمیار په خبره، پرو سږکال ۵۲کیلو جڼغوزي په ۲۸۰زره کلدارې پلورل کېدل، خو سږ کال ۵۲کیلو ګرامه جڼغوزي په سل زره پلورل کېږي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوس‌مهال په اوونۍ کې له ۳نه تر ۵ پورې الوتکو کې جڼغوزي صادرېږي، چې دغه شمېر پروازونه کم دي او جڼغوزي زیات دي، ځکه جڼغوزي چې څومره ځنډېږي وزن یې کمېږي.

پرو سږکال د یو کیلو جڼغوزیو بیه پنځه زره افغانۍ وه، خو سږ کال یې بیه یوازې له ۸۰۰ افغانیو څخه تر ۱۰۰افغانیو پورې ده.

د کرنې وزارت وايي، سږ کال په افغانستان کې ۳۵زره ټنه جڼغوزي تولید شوي، چې پرو سږکال یوازې ۲۷زره ټنه تولید شوي وو.

خوست، پکتیا، پکتیکا، کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان هغه ولایتونه دي، چې په غرونو کې یې د جڼغوزیو ونې شته او هر کال له یادو ولایتونو څخه ټنونه جڼغوزي راټولېږي او بهر ته صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: