د سلما بند دیوال د نړیدو له ګواښ سره مخ ده

عزم(یکشنبه،۹لیندۍ ۱۳۹۹):هرات ولایت کې سیمه ییز مسؤلین خبر ورکوي چې د سلما بند ځینې دیوالونه د نړیدو له ګواښ سره مخ دي او که وار له مخه ورته پاملرنه ونه شي، ښایي وروسته ډیرې نیمګړتیاوې په کې رامنځته شي.

سلام وطندار خبري شبکې د هریرود د فرعي دریابي حوزې رئیس حسن فضلي له قوله ویلي، د سلما بند له ۵۰۰زیات اوږدوالی لري او دا مهال د بند په خاورینه برخه کې له ۵۰تر ۶۰سانتي مترو ښکته ځمکه کې تللی دی.
نوموړی وایي، سلما بند د ۶۳۳ میلیون متره مکعب اوبو د ذخیره کولو توان لري، خو په وینا یې چې د احتیاط په موخه دوی تر ۲۰۰میلیون مکعب اوبه په کې خوندي کوي او تر څو یې چې مشکل حل نه وي، بند له اوبو نه شي ډکولای، ځکه چې په وینا یې، د بند پر دیوالونو لا هم بشپړ باور نه لري.

فضلي زیاتوي، د بند همدا ستونزه یې په کابل کې د هند له سفارت او هندي انجینیرانو سره شریکه کړې او هغوی ورته ویلي چې هڅه به وکړي دا ستونزه لنډوخت کې ورته حل کړي.
تر دې وړاندې ټولنیزو رسنیو کې د یاد بند د کاسې د ماتیدو خبر خپور شوی وه، خو فضلي ویلي،چې بند کې نصب شوي «سنسورونه»دا ښیي چې د کاسې د ماتیدو په هکله اوس هیڅ خطر یاد بند ته نه دی متوجه.

د سلما بند د هندوستان لخوا د هرات په چشت ولسوالۍ د ۳۰۰میلیون ډالرو په لګښت ورغول شو او څلور کاله وړاندې د اشرف غني او د هند د لومړي وزیر نریندرامودي لخوا پرانیستل شو.
دغه بند د سردار داوود خان د پلانونو څخه یو مهمه نقشه وه او په ۱۹۷۶م کې د هند هیواد لخوا یې چارې پیل شوې، خو له کلونو جګړې وروسته هند یوځل بیا په ۲۰۰۶م کال پرې پیل وکړ او ۲۰۰۶م کې یې چارې بشپړې کړې.

د دغه بند اصلي موخه د هریرود سیند د روانو اوبو ذخیره کول دي، چې پر دې سربیره د ۴۲میګاواټه بریښنا د تولید او د ۲۰۰زره جریبه ځمکې د خړبولو توان هم له ځانه سره لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: