د قيامت په ورځ به له بنده څخه د ۵ شيانو پوښتنه وشي!

 

ژباړه: نصير تکل
له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روايت دى، چې نبي صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د قيامت په ورځ به د يوه بنده قدمونه د خپل رب پر وړاندې تر هغه پورته نشي، تر څو د هغه څخه د پنځو شيانو پوښتنه نه وي شوي، د عمر په اړه به ترې پوښتنه وشي، خپله ځواني دې په څه کې تېره کړه؟ د علم په اړه به ترې پوښتنه وشي، چې څومره عمل دې پرې کړې؟ د مال په اړه به ترې پوښتنه وشي، له کومه دې پيداکړ او په کوم ځاى کې مو لګولى؟ او د بدن په اړه به پوښتنه وشي، چې په څه کې مو استعمال کړ؟!.
عن عبدالله بن مسعود رضي الله عنه قال رسول الله ﷺ:
لا تَزُولُ قَدَمَا ابنِ آدمَ يومَ القيامةِ مِن عندِ ربِّه ، حتى يُسْأَلَ عن خَمْسٍ : عن عُمُرِه فِيمَ أَفْنَاه ؟ وعن شبابِه فِيمَ أَبْلَاه ؟ وعن مالِه مِن أين اكتسبه وفِيمَ أنفقه ؟ وماذا عَمِل فيما عَلِم ؟
(سنن الترمذي، ۴۴۳/۸)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: