امریکا له جنوبي کوریا سره د خپلو عسکرو د بودیجې په تړاو، یوځل بیا مذاکرات پیل کړي

عزم(سه شنبه،۱۱لیندۍ ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې جنوبي کوریا کې د میشتو امریکایي عسکرو د بودیجې په تړاو د ټرمپ په مشري د امریکایي حکومت او سئول ترمنځ مذاکرات له بنبست سره مخ شول؛ تازه ددغه هیواد رسنیو خبر ورکړی چې هیواد به یې دا موضوع یوځل بیا راپورته کړې او هیله مند دي چې د جوبایډن له ادارې سره یوه توافق ته ورسیږي.
دا مهال جنوبي کوریا کې ۲۸۵۰۰زره امریکایي پوځیان میشت دي، چې لګښتونه او ټول مصارف یې د کوربه هیواد پر غاړه دي، خو د ټرمپ حکومت تیرکال د جنوبي کوریا لپاره شرط ایښی وه، که غواړي ځواکونه یې د تل لپاره ورسره پاتې شي؛ نو باید د کال ۵میلیارده ډالر سپینې ماڼۍ ته ورکړي.
د یونهاپ خبري اژانس راپور ورکړی چې د دواړو هیوادونو مشرانو نن ورځ په یوه ویدیویي کنفرانس کې خبرې کړې او یوه توافق ته د رسیدو لپاره یې دوه اړخیزې ژمنې تکرار کړې دي.
جنوبي کوریا د شمالي کوریا له ویرې هڅه کوي خپل امریکایي متحد له لاسه ورنکړي او په همدې موخه یې په وار وار ویلي چې دوی له امریکا سره په ټولو شرایطو بحث ته چمتو دي.

د جنوبي کوریا خبري اژانس “یونهاپ” وایي، امریکایي لوري ته وړاندیز شوی چې د هغو میشتو امریکایي سرتیرو، چې دغه هیواد کې میشت دي، د لګښتونو بودیجه ۱۳سلنه زیاته کړي.
خو سپینه ماڼۍ لا هم پر خپل مشروط سیاست ولاړ ده او ټینګار کوي، چې یا به دغه هیواد کې د خپلو سرتیرو شمیر کموي او یا به هم جنوبي کوریا پر لګښتونو سربیره ۵میلیارده ډالر امریکا ته ورکوي.

که څه هم د جنوبي کوریا رسنیو په دغه هیواد کې په وار وار د امریکایي سرتیرو له خپلسرو کړنو او غیر اخلاقي بې بندوباریو خبر ورکړی، خو حکومت یې پرې سترګې پټې کړې او د شمالي غلیم له ویرې یې د یوه لوی متحد د له لاسه ورکولو په موخه یاد سرتیري تر هیڅ عدلي تعقیب لاندې نه دي نیولي.

امریکا دا مهال، په جاپان، جرمني، جنوبي کوریا، سعودي، قطر، او لسګونو نورو اسلامي او غیر اسلامي هیوادونو کې پوځي حضور لري چې د ډیرو لګښتونه له کوربه هیوادونو اخلي.
د څیړنو له مخې د نړۍ په کچه افغانستان یواځنی هیواد دی چې ولسونه یې د امریکا په ګډون د ټولو بهرنیو هیوادونو د نظامي حضور مخالف دي او په هیڅ قیمت نه غواړي، بهرني پوځیان یې هیواد کې خوندي مراکز ولري.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button