د امریکا سفارت: تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ۲.۵مېلیونه افغانانو ته برېښنا چمتو کوو

عزم(پنجشنبه، ۱۳، لیندۍ ۱۳۹۹): په کابل کې د امریکا سفارت وايي، تر راتلونکو څلورو کلونو پورې ۲.۵مېلیونه افغانانو ته برېښنا برابروو.
یاد سفارت پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، ځینې پرمختګونه ورو وي، خو د سولې په ټینګېدو سره به دغه ستونزه هواره شي. «پرمختګ کله ناکله ورو وي، خو متحده ایالات ژمن دي، چې په راتلونکو کلونو کې تر 2.5 مېلیونه زیات افغانان د برېښنا له ملي شبکې ونښلوي. دغه راتلونکی د افغانستان لپاره د سولې له لارې خوندي کېږي.»
امریکا داسې مهال ۲.۵مېلیونه افغانانو د برېښنا د برابرولو ژمنه کړې ده، چې اوسمهال د هېواد ډېره برېښنا وارداتي ده او په کابل کې هم خلک د ۲۴ساعته برېښنا پرځای یوازې ۹ ساعته برېښنا لري.
د امریکا سفارت نه دي ویلي، چې دغه برېښنا د افغانستان له کورنیو سرچینو څخه برابروي او که له کوم هېواد یې واردوي.