نور نو (ضربتي) نوم ورته نه ښايي!!

محسن پكتين
طالبانو په خپل وخت كې تبلغياتي جگړې ته هيڅ پاملرنه نه لرله، له همدې وجې له پيله تر يوې مودې موږ د امريكايي اشغال يواځي وسلواله جنبه او اړخ پېژاند او په نه حساب امكاناتو مو كوښښ كاوه چې پر وړاندې يې وسلواله جگړه وكړو، نور مو تبليغاتو ته نه و پام او له پام كېدو وروسته چې مو وكتل تبليغاتي وسائل مو ټول راڅخه ټول شوي، له واكه وتلي او هيڅ مو نه درلودل.
خو د امريكايي اشغال ترنيم زياته برخه او مهم اړخ له تبليغاتو تشكيل شوی و، ورسره يې وسائل او امكانات هم لا له وړاندې ښه پرېمانه ورته برابر كړي وه او د خپل دغه تياري پر وړاندې يې موږ هم له يادو وسائلو خلع السلاح كړي څه چې لا اغفال او بې فكره كړي يې هم و، نو ځكه امريكايي اشغال تر هغه د پرمختگ په حال كې وه چې زموږ تبليغاتو ته نه و پام، وسائل مو يې نه درلودل او د اشغال پر تبليغاتي رمز او راز ډېر نه پوهېدو.
پر دغه رمز او راز له پوهېدو وروسته مو تبليغاتو ته پام او د وسائلو د ترلاسه كولو په لټه كې شوو چې خورا زياتي خوارۍ خو كم څه مو تر لاسه كړل، د الله تعالی نصرت و چې په دې كمو تبليغاتي وسائلو خو لازياتو خواريو مو ډېر څه وكړل او كرار مو په يو تر ټولو سختو شرائطو كې د لومړي ځل لپاره تبليغاتي دسگاه فعاله او كار ته مو دوام ور كړ چې بالآخره مو د وسلوالي جگړې ترڅنگ تبليغاتي هغه هم وگټله او كه ژور وكتل شي، نو لكه څرنگه چې وسلوال اشغال د تبليغاتو پر مټ څومره زيان اړولی وه، كټ مټ همغسې موږ د همدې تبليغاتو پر ملتيا وسلوال او تبليغاتي اشغال ته ماتې وركړه او پرې برېمن شوي يو.
د اشغال پيل داسي تبليغېده چې نور هغه طالبان چې په ورځ كې به يې درې ولايتونه لاندې كول داسي ستونزمن پړاو ته داخلېږي چې يواځي د مرگ او تسليمۍ دوه غوراوي لري، ورسره ټوله نړۍ هم دوه آفشنه لري چې يا له همدې طالب سره و درېږي او يا يې هم مقابل كې له اشغالگرو سره، درېيمه يې سمڅه وه چې د اشغالگرو د تبلغياتو له مخې يې په درد ورته نه خوړل، دې تبليغ ته د عملي بڼې ور كولو لپاره يې ځيني هغه طالبان ونيول چې تازه تسليم شوي وه او مخ پر وړاندې يې داسي تبليغ كړه چې له سمڅو مو را وايستل.
برعكس د اشغالگرو الوتكي په داسي ټيكنالوجۍ سمبالې تبليغ شوې وې چې حتی له ډېېېري لوړي ارتفاع هم پر ځمكه يو انچ شی ويني، وسله او مرمۍ (منفجرات هغه وخت تقريباً نه ول) له عامې اوسپنې تشخيصولای شي او وار يې٪۹۹سلنه دقيق دی، وركي نصب وسلې يې هم نادر كمال لري چې پر مختللي، ماهر او بشردوسته امريكايي او ناټو (د اوس وخت پر كوناټو) پوځيان پرې مخالفين/طالبان وچ پر زړه ولي او داسي ډېر نور.
طالبانو چې د دې پرمختللو؟؟ الوتكو تر غومبر لاندې د سرو مرميو په باران كې پټو واقعيتونو ته ځان رساوه ډېر وخت يې ونيوه او ډېري قربانۍ يې هم ور كړې، بالآخره د اشغاگرو د جگړه ييزي وړتيا، تجهيز، تيكنالوجي او رسنيزي دسگاه پر بدنه باندې پروت تبليغاتي پوښښ/څادر لاندې ور ننوتل او دا هرڅه يې را وسپړل او ټولي نړۍ ته يې رسوا كړل.
ورسره يې خپله پوځي وړ تيا پر هغې مستوا برابره كړه چې تبليغاتو ښودلې د اشغالگرو وړتيا وننگوي، په دې ډول له ښه مرغه د طالبانو وړتيا تر هغې هم لوړه شوه چې تبليغاتو د اشغالگرو وړتيا ښودله او د واقعيت څو برابره يې لوړه انځور كړې وه.
اوس نو هغه په ټيكنالوجي سمبال الوتكې بنگنې او وسلې همدغه لېزري وختې چې طالبان يې هم لري، په تبلغاتي څادر كې پرمختللي او ماهر خو په واقع كې هغه ډارن او چغارن پوځيان وختل چې دلته په خلاصه پښه نشي گرځېدلای او له تېښتي وروسته هملته ځان وژنې او خونړي بريدونه كوي، خو د طالبانو پرمختللی پوځ دا دی له تبليغ پرته د نړۍ پر كچه يو مطرح ځواك دی او داسي نور…
د خپلو جگړه ييزو تسهيلاتو او ځواكونو تر واقع لوړ تبليغولو پسي اوس په افغانستان كې كورنيو ملېشو ته هم تبليغاتي هوا ور كوي چې پر طالبانو يې په يوه گوزار خس وخاشاك كړي، يادې ملېشې چې په تېر كې د عادي عسكرو په چوكاټ كې ترې كار اخيستل شوی د نوې روحيې ور كولو، تر پېژندل شوې وړتيا يې لوړ ښودلو او پرې د ولسونو وېرولو لپاره په ښكاره وېرونكي القاب ور كوي؛ لكه كشفي ځواكونه، داعش، كمانډو، صفر يو-دوه-درې ځانگړې قطعې، ضربتي قطعه/كمپاين ځواكونه، د مرگ قطعه، تور لېوان او…چې د ځواك او ترهي يوډول پيغام له ځان سره ولري.
په دغو القابو د ملېشو له نومولو سره سم د تركيې، شمالي كوريا، روسيې، چين او… د ځانگړو ځواكونو د پوځي تمرينونو انځورونه په خپلو تبليغاتي چينلونو او خواله رسنيو كې خپاره كړي او داسي ښيي چې تازه دمې اعلان شوې مليشه همدا ده، ورسره د همدې تبليغاتي استفادې او نندارې لپاره پر ولسي وكړو فردي او ډله ييز وحشتونه ترسره كوي، په تبېعي ډول چې د دغو ملېشو سر وكار له كړېدلي ولس سره وي، نو د دا ډول تبليغاتو په اثر يواځي ولسي وگړي د وېري ښكار گرځي.
طالبانو له داعش ځپلو وروسته په همدې ملېشو پسې را اخيستې او د هېواد په گڼو ولايتونو كې يې پرې خورا ځپونكي بريدونه ترسره كړي چې كله هم هغه د طالبانو په مقابل كې نه دي توانېدلې حتی له ځانه دفاع وكړي او ترې خپل خوندي سنگر وساتي، په درځنو مړه او ژوبل او په درځنو نور يې د طالبانو په پنجو كېوتي او اسير شوي دي.
د خوست ملېشې چې شمېر يې د۶۰۰ او۱۰۰۰تنو ترمنځ اټكل شوی په تېرو څو كلونو كې يې په خوست، پكتيا، غزني او پكتيكا كې فعاليتونه او خورا وحشتونه ترسره كړي په اړه يې ويل كېږي چې په مستقيم ډول له بهرنيو استخباراتو (سې ای اې) قومانده اخلي، د اشغالگرو په ځانگړو وسلو او نيو فورم سمبال دي او په مستقيم ډول له اشغالگرو مزدورۍ ترلاسه كوي.
د دې سربېره د ضربتي/ځپونكې قطعې او كمپاين ځواكونو نومونه هم ور كړل شوي چې د مفهوم له مخې ځواكمن او له ځان سره دا پيغام لري چې اشغالگرو ته تر ټولو نږدې ملېشه ده، د طالبانو او امريكا ترمنځ مذاكراتو پر مهال چې ټرمپ په خپلو څرگندونو كې د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته په افغانستان كې د خپلو ځيني ملېشو درلودلو خبر ور كړی وه د څېړونكو پر وينا همدغه ضربتي ځواكونه ښودل كېدل.
دغه ملېشې شاوخوا مياشت مخكې هغه مهال د طالب بريدگرو له كلك مقاومت سره مخ شوې چې د خوست د كشف امريت او د ځانگړې قطعې پر مركز د طالبانو سرښيندونكو بريدونو د كابو كولو هڅه يې كړې وه، خو وړمه ورځ ماسپښين درې بجې يوځل بيا په داسي حال كې چې زاړه هوايي ميدان ته څېرمه سيمه كې يې له بېلابېلو مركزونو او پوستو تر سل تنه زيات كسان د مزدوريو ترلاسه كولو لپاره را ټول شوي و د طالبانو د يو سرښيندونكي بريد گر (عبيدالله كاپيساوال) تر هدف لاندې راغله او لويه ضربه يې وليده چې د وروستيو مالوماتو پر اساس تر۷۰تنو پوري وژل شوي، گڼ نور ژوبل او تر۳۰پوري مختلف النوع نقليه وسائط يې له منځه تللي دي.
دغه ملېشه چې رښتياهم اشغالگرو ته تر ټولو نږدې، په وحشت تر سره كولو كې هم هغوی ته ورته او تر ټولو پر مختللې عياره شوې د طالبانو په بريدونو كې د ور اوښتو زيانونو په اړه يې مالومات نه خپرېږي، د تلفاتو د پټولو لپاره يې مړي په شپو او ورځو پټ ساتي او بيا د څو ورځو په جريان كې كورنيو ته سپارل كېږي.
دا چې دغې ملېشې ته ضربتي يا ځپونكې قطعې نوم ور كړل شوی تر څو له ځان سره د ځواك او برېمنۍ پيغام ولېږدوي او اوس سرچپه نوموړې ملېشې خپله له طالبانو كلكه او ځپوكې ضربه وخوړه، تبليغاتي رنگ يې پېكه شو او نور نو ضربتي نوم ورته نه ښايي، د طالبانو د يوه بريد پر مټ ايره كېدونكې ملېشه په دې نوم نه ارزي، ضربتي همداسي ځواك ته وايي چې له ټول نړيوال زور سره په پر مختللې ټيكنالوجۍ سمبال اشغالگر او تر ټولو په لوړ كيفيت روزلې ملېشې يې دا ډول خس وخاشاك كړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button