څو ورځې په اندلس کې…!

 

 د مفتي تقي عثماني صاحب له کتاب څخه…

زموږ سفر د یوې داسې خاورې په لور و چېرې چې مسلمانانو اته سوه کاله راج چلولی وو ، له کوم ځایه چې اته پېړۍ د تکبیر غږونه راتلل ، هغه خاوره چېرې چې شاید داسې ځمکه چا نه وای پیدا کړې چې په هغه دې د یوه مسلمان د سجدې نښې ثبت نه وای خو! اوس هلته دومره څوک نه وو چې موږ ته یې د قبلې صحیح لوری راښودلای وای.
په هوایي ډګر تر کوزېدو وروسته مې د قبله نماء په وسیله د قبلې سمت پیدا کړ او په یوه څنډه کې مو د ماسپښین لمونځ په جماعت اداء کړ.
هغه ځمکه چېرې چې هر ماشوم تر پیدا کېدلو وروسته لومړی توحید او د اسلام ارکان زده کول نن د هغې خاورې اوسېدونکو ته اسلام دومره ناشناخته وو چې شاوخوا تېرېدونکو کسانو په ډېرې حیرانۍ راته کتل.
ما د اروپا او امریکا په ډېرو عامه ځایونو کې لمونځ اداء کړی؛ خو له لمانځه سره د نابلدۍ هغه اندازه چې ما د هسپانیې (اندلس ) په خلګو کې ولېده بل ځای مې چېرې حس کړې نه وه…!

ژباړه: ډاکتر جلال هوتک

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button