د پاکستان مشهور نوموتی دیني عالم وفات شوی

عزم(سه شنبه، ۱۸لیندۍ ۱۳۹۹):پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې ددغه هیواد مشهور او نوموتی پښتون عالم مفتي زرولي خان وفات شوی دی.

مفتي زرولي خان د کراچۍ جامعه عربيه احسن العلوم مدرسې بنسټګر او مهتمم وه چې تیره ورځ د ۶۷ کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.

مفتي زرولي خان په کال ۱۹۵۳ خیبر پښتونخوا ايالت نوښار ولسوالۍ ته نږدې په جهانګيري سيمه کې زیږیدلی وه او په خپل ژوند کې یې زرګونه د دیني زدکړو شاګردان روزلي دي.
نوموړی د تدریس سربېره د ګڼو کتابونو ليکوال او ستر خطيب هم وه او د ټولنیزو رسنیو فعالانو یې په مړینه ژوره خواشیني په ډاګه کړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: