جلال اباد کې د انعکاس رادیو تلویزون خبریاله و وژل شوه

عزم(پنجشنبه، ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۹): نن سهار ۷ بجې شاوخوا د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار اړوند ګولایي عربانو سیمه کې د انعکاس رادیو تلویزون خبریاله ملالۍ میوند او د هغې ډریور طاهر خان د وسلوالو په برید کې و وژل شول.

ویل کیږي په نوموړې هغه مهال برید شوی چې له کور څخه د سهار غږ خپرونې لپاره له کور څخه دفتر ته پر لاره وه، په برید کې هغه او ډریور یې دواړه و وژل شول.

د انعکاس رادیو تلویزون رئیس ویلي چې دوی باندې تر دې وړاندې هم بمي چاودنه شوې وه او څه موده مخکې ورته اخطارونه هم ورکول شوي وو، خو نن یې یوه تکړه خبریاله و وژل شوه چې د دوی د تلویزون لپاره لویه ضایعه ده.

دغه برید د اروپایی ټولنې او نورو نهادونو له لوری په کلکو تکو غندل شوی او پر ملالۍ میوند برید یې د بیان ازادۍ باندې برید بللی دی.

د یادونې وړ دی چې څه موده مخکې کابل کې د طلوع پخوانی خبریال او د کابل بانک تازه کارکوونکی یما سیاوش و وژل شو، خو لا یې هم کورنۍ له حکومت د دوسیې څیړنه غواړي چې حکومت پکې پاته راغلی او کورنۍ یې پړه پر حکومت اچوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button