د نړۍ د خیرات پیسې او لوټمار حکومت

خط اول
وخت نا وخت په رسنیو کې داسې راپورونه خپرېږي، چې حکومت مېلیونونه افغانۍ په داسې ځایونو کې لگولي چې هلته یې هېڅ اړتیا نه وه او یا د لگول شویو پیسو په اړه وضاحت نه وي ورکړل شوی. یا د ځینو حکومتي ادارو لپاره اړین توکي په داسې بیه اخیستل شوي وي، چې د بازار له عمومي بیو څو برابره زیاتې وي. څو میاشتې وړاندې هغه اسناد هم رسنیو ته راووتل، چې حکومتي چارواکو د کرونا د ناروغانو لپاره یوه کمپله ۱۲۵۰۰زره افغانۍ اخیستې وه، خو د هماغې کمپلې بیه په بازار کې په ۱۰۰۰ افغانۍ وه. داسې سلگونه اسناد خپاره شوي، چې حکومتي چارواکو له سېلاب ځپلو، ناچاره خلکو او نورو اړمنو خلکو نه هم پیسې وهلي دي.
روانه اوونۍ«اطلاعات روز» ورځپاڼې داسې اسناد خپاره کړل، چې ډېرو عادي چارواکو هم مېلیونونه افغانۍ اخیستې دي. دغه پیسې د پالیسۍ له ۹۱کوډ څخه د چارواکو د کور د کرایو، زغره‌والو موټرو، د الوتکې د ټېکټونو، درملنې، سفرونو، امتیازي معاشونو، د دسترخوان د لگښتونو، گوندي مراسمو او نورو لپاره اخیستل شوي. یوازې ۱۵چارواکو ۱۲۳مېلیونه افغانۍ د خپلو شخصي لگښتونو لپاره اخیستي. وحید عمر ۳۰مېلیونه افغانۍ، محمد عمر داوودزي ۱۳مېلیونه او ۵۰۰زره افغانۍ، فضل محمود فضلي ۱۲مېلیونه او ۹۰۰زره افغانۍ، د حامد کرزي لپاره ۱۱مېلیونه او ۷۰۰زره افغانۍ، محمد افضل لودین، محمد رسول طالب، عبدالغفور لېوال، احمد یوسف نورستاني، سمیع حامد، شاه‌حسین مرتضوي، شهزادگل اریوبي، صدیق صدیقي، فیض الله ذکي، غزال حارس او سرور دانش دغه پیسې اخیستي دي. همدارنگه عبدالله عبدالله ۱۷مېلیونه او ۸۵۰زره افغانۍ او اشرف غني هم ۴مېلیونه افغانۍ له خلکو سره د مرستې لپاره اخیستي. اشرف غني او عبدالله عبدالله ۴۴مېلیونه افغانۍ د کورونو او زغره‌والو موټرو لپاره اخیستي دي. په دغه راپور کې د ځینو نورو چارواکو یادونه هم شوې، چې مېلیونونه افغانۍ یې اخیستي دي، خو حساب ـ کتاب یې ورک دی.
تېره میاشت په جنیوا کې د افغانستان لپاره په جوړه شوې نړیواله غونډه کې گڼو هېوادونو له افغان حکومت سره د ۱۳مېلیارده ډالرو د مرستې اعلان وکړ؛ خو دغه مرستې یې له سولې او له اداري فساد سره د مبارزې لپاره مشروطې هم کړې. خو داسې ښکاري چې حکومت نه د سولې او نه له اداري فساد سره د مبارزې اراده لري؛ ځکه حکومت ټول په اداري فساد کې ککړ دی او هر چاته خپله برخه ورسېږي. کله چې د ټولو چارواکو گټې خوندي وي، هر یوه ته خپله برخه رسېږي او هر یو پکې لسگونه مېلیونه افغانۍ اخلي، نو هغوی به څنگه له فساد سره مبارزه وکړي او یا به سوله وغواړي؛ ځکه که سوله راځي، بیا به چارواکي داسې بې‌پوښتنې پیسې نه اخلي، بلکې د هرې افغانۍ د لگښت پوښتنه به له هر چا کېږي.
تېره اوونۍ د پوهنې وزارت اعلان وکړ، چې له دې وروسته به تر درېیم ټولگي پورې زده‌کوونکي په مسجدونو کې زده‌کړې کوي او څلورم ټولگي ته به ښوونځیو ته ځي. حکومت نور د ښوونکو د معاشونو لپاره پیسې نه لري او نه هم د تېرو څو کلونو په شان نړیوال له حکومت سره مرستې کوي. کله چې حکومت د ښوونځیو د ښوونکو لپاره پیسې نه لري او چارواکي یې د دسترخوان لپاره هم مېلیونونه افغانۍ اخلي، دغه حکومت خپله د زوال سره مخ کېږي. ځکه نور نه نړیوال مرستې کوي، نه د خپل ملت د مالیو پیسې په دغسې فاسد حکومت لگوي. حکومت چې کله په سوله کې د اتلس‌کلنو لاسته‌راوړنو د ساتلو خبره کوي، دوی ته په اتلس‌کلنو لاسته‌راوړنو کې یوازې خپلې شخصي گټې ښکاري. که واقعیت ته وگورو په تېرو ۱۹ کلونو کې افغانستان هر کال د نړۍ د فاسدو هېوادونو په سر کې ځای نیسي. خو ۱۹کاله وړاندې په افغانستان کې نه چا اداري فساد پېژانده او نه له دغه نوم سره بلد وو.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button