د شیعه ګانو د وژنې په تړاو د امرالله صالح ادعا ته د محمد محقق غبرګون؛باید فضاء په لوی لاس ګډوډه نکړو

عزم(شنبه، ۲۲لیندۍ ۱۳۹۹):نن د اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح ادعا وکړه چې ګواکې ځینو طالبانو چې نوموړي ورته د داعش نوم هم ورکړ، خبرداری ورکړی چې که یې زندانیان اعدام شول، کابل به د شیعه ګانو په مسلخ “قصابي” بدل کړي او له نیول شویو کسانو به سرونه پرې کړي.

د نوموړي دې څرګندونو ته د شیعه ګانو مخکښ مشر او د پخواني اجرایه ریاست مرستیال محمد محقق په غبرګون کې ویلي، چې نباید د اصلاحاتو لپاره خپلې سترګې هم ړندې کړو.
نوموړي زیاته کړې چې د یوه لوړپوړي دولتي مقام لخوا د د شیعه ګانو د وژنې ادعا د یادې ټولنې پر غړو رواني فشار زیاتوي او فضاء نا امنه کوي.
محقق غوښتنه کړې چې مسؤلین دې په تبلیغاتو کې مسؤلانه چلند کوي.

امرالله صالح په خپله ادعا کې نه دي ویلي چې داعش او طالبانو بیا له کومه وخته اتحاد سره کړی په داسې حال کې چې طالبانو تیرو کلونو کې په جوزجان، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د هوایي ملاتړ او د حکومت له ملاتړ سربیره د داعش ډلې ټغر ورټول کړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد عزم ته په تماس کې وویل چې ددوی پالیسي ټولو ته څرګنده ده او دصالح “افواهات” په غبرګون نه ارزي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button