طالبانو د پکتيکا په دوو ولسواليو بريدونه کړي

ښرنه(عزم:پنجشنبه،۰۷ لړم،۹۴ ل) طالبانو تېره شپه د پکتيکا ولايت د اومنه او وازې خوا په ولسواليو په يوه وخت بريدونه کړي.

د پکتيکا امنيتي چارواکي وايي چې تېره شپه سلګونو وسله والو د اومنه او وازې خوا په ولسواليو بريدونه پيل کړي دي.

چارواکي و ايي چې سيمې ته يې د تازه دم سرتيري لېږلي دي.

د سيمې عيني شاهدان وايي چې ټوله شپه په سيمه کې جګړه شوې چې له امله يې د اومنې ولسوالۍ او امنيه قومنداني او درې نورې امنيتي پوستې نيولي دي.

د پکتيکا د امنيه قومندان زړور زاهد وايي چې په دغه جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېرې يې نه دي مالومې.

خو طالبان وايي چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ۱۴ تنه امنيتي سرتيري وژلي دي او شپږ نور يې ژوندي نيولي.

عبداللطیف نظیف

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button