طالبانو او ملګرو ملتونو افغانستان کې د زرګونو ښوونځیو په جوړولو هوکړه کړې

عزم (جمعه، ۲۹ لیندۍ، ۱۳۹۹): برېتانوۍ ټلګراف ورځپاڼې خبر ورکړی چې طالبان او ملګري ملتونه د افغانستان په هغو سیمو کې چې د طالبانو په کنټرول کې دي د زرګونو ښوونځیو په جوړولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د خبر له مخې، دا توافق د ملګرو ملتونو او طالبانو د هغو مذاکراتو نتیجه ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې روان وو. د دې طرحې له مخې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ادارې، یونیسف، لخوا د طالبانو تر لاس لاندې سیمو کې څلور زره غیررسمي ښوونځي پیل شي.

دواړو لورو ټلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې په لومړیو کې به یوازې د ابتدایه ښوونځیو د لومړیو درو صنفونو زده کړې هلکانو او نجونو ته پیل شي.

 یونیسیف تمه لري چې په دې هوکړه سره به تر یو سل شل زره زیاتو ماشومانو ته د زده کړې زمینه مساعده شي.

د یونیسیف دا هوکړه د طالبانو له سیاسي دفتر سره د ټول هېواد په کچه د ښوونې او روزنې په برخه کې لومړی داسې توافق دی. د دې تړون له مخې به غیررسمي ښوونځي، چې زیاتره وخت د خلکو په کورونو کې جوړ وي، د Global Partnership for Education فنډ لخوا تمویلیږي. د دې پروګرام ملاتړ د برېتانیا او د امریکا د متحده ایالتونو لخوا کیږي.

د افغانستان یوه څارونکې، اشلي جیکسن وايي، ”خپلو سیمو ته د ښوونځیو په راوستلو او د ښوونیزو مرستو په جلب سره [طالبان[ هڅه کوي افغانانو ته وښيي چې دوی هم یو څه ورکولای شي. له ملګرو ملتونو سره تړون کول دا هم څرګندوي چې دوی د ښوونې په څېر په خپلو لومړیتوبونو له نړیوالې ټولنې سره د کار کولو توان لري“.

په افغانستان کې د یونیسیف مشرې، شیما سین ګوپتا، ماشومانو ته د زده کړو په برخه کې دا یو مهم پرمختګ بللی دی.

 آغلې ګوپتا وايي، ”څه چې مرسته وکړه دا و چې دواړو لورو له لومړي سره دې ته لیوالتیا درلوده. موږ رښتیا هم غواړو چې دا ماشومان [په زده کړو کې] شامل کړو، موږ رښتیا هم غواړو چې ماشومان دې په ښوونځیو کې وي او طالبان هم غواړي چې خپل ماشومان دې یې تعلیم یافته وي. یوازینی هغه څه چې موږ پرې مذاکرې او هوکړې ته اړتیا درلوده دا و چې څنګه او څه باید وشي“.

ګوپتا وايي چې د دې هوکړې منشا هغه مذاکرات وو چې دوی د پولیو د واکسیناتورانو په اړه له طالبانو سره پیل کړي وو. په ۲۰۱۸ز کال کې طالبانو کور-په-کور د پولیو واکسینو پر ورکړه بندیز ولګاوه او ویل یې چې روغتیايي کارکوونکي د هوايي بریدونو لپاره جاسوسي کوي.

نوموړې وايي، ”کله به چې موږ د پولیو د کمپاین د لاسرسي په اړه خبرې کولې، د دوی ځواب به دا و چې ولې یوازې پولیو؟ ولې نور خدمتونه؟ تاسې ولې زموږ ټولنې ته یوازې دوه څاڅکي د پولیو واکسین ورکوئ او بس“.

د ګوپتا په خبره، د ښوونځیو په اړه مذاکرات په تېره فبروري میاشت کې پیل شول. دا وايي، ”دا زموږ لپاره یوه حیرانتیا وه کله چې دوی په فبروري کې په دوحه کې له موږ د دوی په سیمه کې د زده کړې غوښتنه وکړه، په خپلو سیمو کې یې له موږ د ښوونځیو او صنفونو جوړول وغوښتل. دا رښتیا هم زموږ لپاره ستر پرمختګ و او په دې ډېر خوښ شوو“.

د طالبانو د تعلیم او تربیې کمېسیون یوه مشر چارواکي هم ټلګراف ته د دې هوکړې پخلی کړی او وايي، ”موږ رښتیا هم یوې هوکړې ته رسېدلي یو. اوس انتظار یو چې ژر ترژره صنفونه پیل کړو، خو کېدای شي کوویډ-۱۹ نور ځنډ پکې راولي“.

په افغانستان کې د یونیسیف د زده کړې مشره، ایرینا ډیا، وايي طالبانو په دوحه کې ورته ویلي چې دوی د ابتداییه ښوونځي تر پایه د نجونو زده کړې منلای شي. د نوموړې په وینا، توافق به لومړی د ښوونځي په اولو درو صنفونو پیل شي، خو وروسته به پسې پراخ شي.

د طالبانو یوه چارواکي ویلي، ”موږ وایو راشئ چې د طالبانو په سیمو کې تر اتو کلونو پورې کوچنیو نجونو ته د ښوونځیو د اولو مرحلو په زده کړه سره یې پیل کړو، نور به په تدریج سره برابر شي“.

ټلګراف وايي، چې دا ښوونځي به د مرستندویه ادارو لخوا جوړ او چلیږي. په دې هوکړه کې هغه ۶۸۰ غیررسمي ښوونځي هم شامل دي چې د هلمند، کندهار، ارزګان او فاریاب په شمول د طالبانو په نورو سیمو کې اوس د مرستندویه ادارو لخوا چلیږي. د داسې ښوونځيو شمېر به وروسته تر څلور زرو پورې ورسیږي.

ویل کیږي طالبانو غوښتل چې ښوونکو ته معاش پخپله ووېشي، خو یونیسف وايي چې استادانو ته به د بانک حسابونو له لارې معاش ورکول کیږي. طالبان به د ښوونځیو کارمندان جلبوي، خو دا کسان باید د کابل حکومت د پوهنې وزارت لخوا په چمتو شوي امتحان کې بریالي شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button