مشوره د اسلامي نظام روح ده!

لیکوال: مهاجر محصل
الله جل جلاله ويلي: « وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ. سورةآل عمران الاية (159)».
ژباړه: له هغوی سره پدې کار کې مشوره کوه کله دې چې د يو کار د تر سره کولو لپاره ټينګه اراده وکړه بيا په الله جل جلاله بروسه او اعتماد وکړه، الله جل جلاله بروسه کوونکي خوښوي.
په بل ځای کې الله جل جلاله ويلي:
« وَأَمْرُهُمْ شُورى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْناهُمْ يُنْفِقُونَ . سورةالشوری الاية (38) ».
ژباړه: د ټولو مسلمانانو کارونه د هغوی تر منځ په مشوره سره حل او فصل کېږي، او له هغه څه نه چې مونږ هغوی ته روزي ورکړې لګښت کوي.
تشريح: مخکې په عنوان کې ذکر شولو چې مشوره د اسلام روح ده، عام له دې څخه چې په ملکي چارو کې وي او که هم په نظامي چارو کې، په لومړي آيت کې الله جل جلاله رسول صلی الله عليه وسلم ته له خپلو صحابه کرامو او ملګرو رضی الله عنهم سره د مشورې کولو لارښوونه کوي، او په دويم آيت کې الله جل جلاله مشوره کول د مسلمانانو له ځانګړو صفتونه څخه ګڼي، له دښمن سره د مخامخ کېدلو او جګړې په مهال ثابت قدمي ضروري ګڼلی شي او هغه مهال ثابتېدلی شي چې د جګړه کوونکو زړونه مطمئن او په خپل ځان باوري وي، او دغه پانګه له دوه لارو څخه په لاس راتلای شي، يوه باطني لاره ده چې نوم يې ايمان او پر الله جل جلاله توکل او بروسه ده، او بله لاره يې ظاهري ده چې يو تر بله مشوره سره کول دي او د مسؤليت په احساس کې سره ګدون وکړي، د لښکر اعتماد او بروسه يوازې په خپل منځ کې د مشورې په واسطه تر لاسه کېدای شي.
په مسلم شريف کې راغلي:
« عَنْ أَنَسٍ، أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ شَاوَرَ حِينَ بَلَغَهُ إِقْبَالُ أَبِي سُفْيَانَ، قَالَ: فَتَكَلَّمَ أَبُو بَكْرٍ، فَأَعْرَضَ عَنْهُ، ثُمَّ تَكَلَّمَ عُمَرُ، فَأَعْرَضَ عَنْهُ، فَقَامَ سَعْدُ بْنُ عُبَادَةَ، فَقَالَ: إِيَّانَا تُرِيدُ يَا رَسُولَ اللهِ؟ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَوْ أَمَرْتَنَا أَنْ نُخِيضَهَا الْبَحْرَ لَأَخَضْنَاهَا، وَلَوْ أَمَرْتَنَا أَنْ نَضْرِبَ أَكْبَادَهَا إِلَى بَرْكِ الْغِمَادِ لَفَعَلْنَا، قَالَ: فَنَدَبَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ النَّاسَ، فَانْطَلَقُوا حَتَّى نَزَلُوا بَدْرًا( )».
ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روايت دی هغه وايي: کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر له جګړې څخه تر مخه د ابو سفيان د تجارتې قافلې له راتلو څخه خبر تر لاسه کړ رسول الله صلی الله عليه وسلم له خپلو صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه مشوره وغوښته حضرت ابو بکر صديق ا د جګړې مشوره ورکړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم له هغه څخه مخ واړولو، له هغه څخه وروسته حضرت عمر ا هم هماغسې مشوره ورکړه، رسول صلی الله عليه وسلم له هغه څخه مخ واړولو، سعدبن عبادة انصاري رضی الله عنه پورته شولو او داسې يې وويل: ای د الله جل جلاله رسوله ايامونږ دې مطلب يو؟ زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی که مونږ ته په درياب کې د ننوتلو او جګړې امر وکړې ارو مرو به ور داخل شو، او که مونږ ته امر کوې چې تر برک الغماد نومي ځای پورې د جګړې لپاره لاړ شو او خپلې سپرلۍ وځغلوو ارو مرو به دا کار وکړو، له دې څخه وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم خلک جګړې ته وبلل خلک تيار شول ترڅو بدر ته ورسېدل.
تشريح: رسول الله صلی الله عليه وسلم د بدر له غزا څخه ترمخه له خپلو صحابه کرامو څخه مشوره وغوښته چې جګړه وکړو او که نه؟ د مشر په حيثيت يې د مشورې حقيقت څرګند کړ او د هغه ملګرو د مشر د امر منلو او اطاعت څرګندولو په اړوند يو څرګند مثال وړاندې کړ.
په سنن ترمذي کې راغلي:
« عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: مَا رَأَيْتُ أَحَدًا أَكْثَرَ مَشُورَةً لِأَصْحَابِهِ مِنْ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ».
ژباړه: له ابو هريرة ا نه روايت دی هغه وايي: ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پرته بل څوک له خپلو ملګرو سره ډېر مشوره کوونکی ندی ليدلی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button