مسیر ورځپاڼه: د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د څلور زره ښوونځیو جوړول ښه ګام دی

عزم(یکشنبه، ۳۰، لیندۍ ۱۳۹۹): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو پر هغې هوکړې بحث کړی دی، چې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې به څلور زره ښوونځي جوړېږي. ورځپاڼې لیکلي: د دې هوکړې له مخې دغه ښوونځي به هغو سیمو کې جوړېږي، چې ماشومان یې د زده کړو له حق محروم وو.

«ملګرو ملتونو او طالبانو موافقه کړې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې به څلور زره غیر رسمي ښوونځي جوړوي. دا ښوونځي به تر شپږم ټولګي پورې وي، چې تر درېیم ټولګي پورې به هغه نجونې هم پکې زده کړې کوي چې عمرونه یې تر اتو کلونو اوښتي نه وي. دا موافقه د طالبانو او ملګرو متلونو ترمنځ له اوږدو مذاکراتو وروسته شوې ده. د دغو ښوونځيو چارې به د طالبانو او ملګرو ملتونو د یو ګډ کمېسیون له خوا پرمخ وړل کېږي او لګښتونه به یې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې برېټانوي او امریکايي مرستندویه موسسې ورکوي. دا له څو اړخونو یو ستر بدلون ګڼل کېږي. لومړی دا چې لومړی ځل دی چې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ پر یوه داسې لوی ښوونیز پروګرام توافق کېږي. دویم دا چې دا پروګرام به په هغو سیمو کې پلی کېږي، چې هلته جګړه وه او ښوونځي پکې بند وو. درېیم دا چې په دغو ښوونځیو کې به نجونې هم زده‌کړې کوي. څلورم دا چې چارې به یې د طالبانو او ملګرو ملتونو ترمنځ په ګډه پرمخ وړل کېږي. له همدې امله دا یو متفاوت او مهم ګام ګڼل کېږي.»

د سرلیکنې له مخې، اوس‌مهال په هېواد کې درې اعشاریه اووه مېلیونه ماشومان له زده کړو محروم دي، خو د دې ښوونځیو په جوړېدو به ورته د زده کړې زمینه برابره شي.

«په افغانستان کې اوس درې اعشاریه اووه میلیونه ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي. دوی په هغو سیمو کې دي چې یا د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او یا هم جګړه پکې روانه ده. له بله اړخه د دغو ماشومانو غوڅ اکثریت نجونې دي. اوس چې دا ښوونځي جوړېږي، تمه ده چې د دغو ماشومانو یوې برخې ته به ښوونځي ته د تلو زمینه برابره شي. له دې سره دا هیله هم پیدا شوې چې ښايي دا توافق لا زیاتو داسې توافقاتو ته لاره هواره کړي چې په هغو کې به ټول پاتې ماشومان ښوونځي ته لاسرسی پیدا کړي.»

ورځپاڼه لیکي، کېدای شي دغه ښوونځي په لومړي سر کې ځینې ستونزې ولري، خو د وخت په تېرېدو به دغه ستونزې هوارې شي او دغه ښوونځي به معیاري بڼه خپله کړي.

«دا سمه ده چې دا ښوونځي به په پیل کې له ستونزو سره مخ وي. مسلکي ښوونکي به ونه لري او یا به هم کم وي، په اداره او نصاب کې به یې ستونزې وي او سویه به یې هم ټیټه وي، خو له دې کبله چې دا پیل دی، نو ځکه په طبیعي ډول به دا ستونزې وي. د وخت په تېرېدو سره به په ګډو هلو ځلو دا ستونزې ورو ورو کمې شي او یو وخت به دا ښوونځي په رسمي، معیاري او منل شوو ښوونځیو واوړي چې ورسره به په هېواد کې د ښوونیز نظام له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. تمه ده چې د افغانستان د سولې پروسه ژر یوې پایلې ته ورسېږي، څو په ټول هېواد کې دا ټول پروګرامونه د یوه واحد، مقتدر او خپلواک دولت پر مټ ترسره شي او د دوو دولتونو وېره هم له منځه ولاړه شي.»

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: