د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د ولایتي ویاندویانو د دندو لمنځه وړلو په هکله وضاحت خپور کړ

عزم(یکشنبه،۳۰، لیندۍ ۱۳۹۹): وروسته تر هغه چې ټولنیزو رسنیو یو لیک خپور شو چې د اشرف غني په حکم د ولایتي ویاندویانو بستونه لغوه شوي؛ تازه یې په هکله د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې وضاحت خپور کړی دی.
دغې ادارې ویلي « په سيمه ییزه کچه د مؤثرې اطلاع رسونې په موخه به محترم والیان د خپلو ولایتونو اړوند اطلاعات، پرمختګونه او جریانونه له رسنیو سره شریکوي. د ولایتونو د اطلاعاتو او عامه اړیکو عمومي مدیران چې تر دې دمه یې د ویاندویۍ چارې هم پر غاړه وې، له دې وروسته به د ولایت د رهبرۍ لپاره له عمومي وضعیت او جریانونو څخه د اطلاعاتو راټولولو، د محلي مسؤلینو او رسنیو تر منځ د اړیکو د تامین، د کنفرانسونو او خبري ناستو د تنظیم، د محلي ادارې او مختلفو اقشارو تر منځ د روابطو د ټينګښت، د والي په همغږۍ د ولایت د ټولییزو رسنیو او اجتماعي صفحاتو د مدیریت او یو شمېر نور اړین مسؤلیتونه پر مخ وړي.»

یادې ادارې دغه راز ویلي چې دوی د دولت د عامه او ستراتیژيکو اړیکو د کانالونو په مؤثریت، د تبلیغاتي دستګاه پر انسجام او د شریکېدونکو اطلاعاتو د چټکتیا او تدقیق پر مېکانېزمونو فکر کوي او په وینا یې چې«موږ به هڅه وکړو، چې په مرکز او محلاتو کې د پر وخت او دقیقو اطلاعاتو د شریکولو له لارې روڼتیا او حساب ورکول ترویج، ولسي نظارت زیات او د دولت ولسي اعتبار لا پیاوړی کړو.»
دا پریکړه وروسته تر هغه شوې، کله چې د تخار د والي ویاند جواد هجري په دغه ولایت کې پر ماشومانو د شوې بمبارۍ د تلفاتو خبر خپور کړ، په داسې حال کې چې حکومت ټول وژل شوي ماشومان وسلوال طالبان بللي وه.
ټولنیزو رسنیو کې ګڼو فعالانو د ارګ دا پریکړه غندلې
او ویلي یې دي چې غني او ډلې یې د احساساتو او خپلو کړنو د پټولو په هدف ترسره کړې ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button