شاه پور ځدراڼ: کرېکټ بورډ ترې خپل قرارداد بېرته اخیستی

عزم(چهارشنبه، ۰۳، مرغومی ۱۳۹۹): د ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی شاه پور ځدراڼ وايي، پرون ترې کرېکټ بورډ خپل قرارداد بېرته اخیستی او هم یې د هغو لوبغاړو له نوملړ نوم لرې کړی، چې ۲۵ لوبغاړي ورته غوره شوي وو.

نوموړي پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي: د ده او د کرېکټ بورډ د مشرانو ترمنځ لانجه د مېلیون لیګ له امله رامنځ ته شوې وه او د کرېکټ بورډ مسوولینو راته وویل، چې ولې دې د مېلیون لیګ غوښتنه کوله او زموږ پر ضد دې غږ پورته کاوه.«درنو هېوادوالو!
تقریباً دوو میاشتو راهیسې مې مقرر ملاقاتونه د کرېکټ بورډ چېرمین او د کرېکټ بورډ نورو لور رتبه مامورینو سره درلودل، تر څو مېلیون لیګ ترسره شي، اما متاسفانه دې بورډ له خوا رنګا رنګ بهانې راته وشوې. حال دا چې ټول قانوني موارد مې پوره کړي وو او د لیګ اجازه یې رانه کړه. په همدې تړاو مې د بورډ نورو مېمبرانو ته پیغامونه استولي، خو تراوسه یې ځواب نه دی راکړی؛ ځکه دلته هر څه په شخصي ګټه راڅرخي.»

د شاه پور ځدراڼ په خبره، پرون یې رانه د کرېکټ قرارداد هم واخیست او ۲۵ سکواډ نه یې هم زما نوم لرې کړ، چې ولې دې د مېلیون لیګ غوښته او زموږ پر ضد دې غږ پورته کاوه.

د شاه پور ځدراڼ او کرېکټ بورډ ترمنځ لانجه له تېرو څو میاشتو راهیسې روانه ده. شاه پور ځدراڼ د مېلیون لیګ غوښتنه کوي، خو کرېکټ بورډ یې ورسره نه مني.

دوه کاله وړاندې د کرېکټ مینه‌والو په ټولنیزو رسنیو کې د شاه پور ځدراڼ په ملاتړ غږ پورته کړ او وروسته د کرېکټ بورډ ادارې نوموړی بیا لوبو ته واخیست.

کرېکټ بورډ د ملي لوبډلې په لوبو کې زیاتره هغه لوبغاړي لوبوي، چې د دغه بورډ له مسوولینو سره پخې اړیکې لري، خو په نورو ګڼو لوبغاړو یې بندیزونه لګولي دي.

کرېکټ بورډ څو میاشتې وړاندې د ملي لوبډلې په چټک توپ وهوونکي شفیق الله شفق هم شپږ کلن بندیز ولګاوه او نوموړی اوس په پېښور کې له ځايي لوبډلو سره لوبېږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button