حکومت او د بیان د ازادۍ ډنډوره!

خط اول
کله چې د سولې خبرې تودې شي، حکومت د تېرو اتلس کلنو لاسته‌راوړنو د ساتلو خبره ډېره کوي. د حکومت په تېرو اتلس‌کلنو لاسته‌راوړنو کې بشري حقوق، د ښځو حقوق او د بیان ازادي ده. خو حکومت روانه اوونۍ د ټولو والیانو د ویاندویانو بستونه لغوه کړل؛ ځکه چې د تخار د والي پخواني ویاند جواد هجري رښتیا ویلي وو. د روان کال د تلې په ۳۰مه د تخار په مرکز تالقان ښار په هزاره قرلق سیمه کې حکومت په هوايي برید کې یو جومات په نښه کړی و، چې ۱۲ ماشومان پکې شهیدان شوي وو او ۱۴ نور ټپیان شوي وو. له دغه برید وروسته د تخار د والي ویاند جواد هجري رسنیو ته منلې وه، چې په دغه برید کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د دغه خبرو وروسته جواد هجري ملي امنیت درې ورځې بندي کړ. د دفاع وزارت د تخار د والي پر ویاند عریضه کړې وه او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د دې عریضې په غبرګون کې د ټولو ولایتونو د ویاندویانو بستونه لغوه کړل. د دفاع وزارت لا هم نه مني چې د تخار په برید کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، بلکې وژل شوي ماشومان هم د طالبانو لوړ پوړي مشران یادوي.
د حکومت د ټولو ادارو ویاندویان رښتیا نه وايي او تل په حقیقتونو سترګې پټوي. دوی په اصطلاح«خیاطي کوي» او د حکومت په نیمګړتیاوو خاورې اچوي. د ولایتونو، وزارتونو او ریاستونو ویاندویان د حکومت هېڅ نیمګړتیا نه مني؛ ځکه دوی ته د همدې خیاطۍ له امله پیسې ورکول کېږي او که کوم ویاند رښتیا ووايي، نو د یوه ویاند پر ځای ټول ویاندویان له دندو ګوښه کېږي. هغه حکومت چې د بیان ازادي خپله«سره کرښه» یادوي، خو کله چې د والي ویاند رښتیا وايي، حکومت یې په غبرګون کې د ټولو ویاندویانو بستونه لغوه کوي. په حقیقت کې دغه حکومت تر ټولو استبدادي رژیم دی، چې د بیان ازادي یې یوازې شعار دی او خلکو ته په سترګو کې نېغ ورننوځي.
د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په اړوند موضوع داسې اعلامیه خپره کړې وه، چې له دې وروسته به والیان د خپل ځان ویاندویان هم وي. یعنې والي به د هرې رسنۍ پوښتنې ځوابوي، د خپلو کړو کارونو په اړه به رسنیو ته معلومات ورکوي او د ویاندویۍ چارې به هم پرغاړه لري. اوس وخت د ډېرو رسنیو خبریالان شکایت کوي، چې حکومتي ادارې یې پر وخت اړیکې نه ځوابوي. هره اداره یو ویاند او ویاند یې مرستیال ویاند هم لري. کله چې والي ویاند شي، نو د خبریالانو پوښتنې به په میاشتو ـ میاشتو هم ځواب نه شي؛ ځکه یو والي پر یوه وخت ولایت اداره کړي او که د دومره ډېرو رسنیو پوښتنو ته ځواب ووايي؟
د امریکايي یرغل له پیله تر ننه حکومت، امریکا او ناټو سلګونه ځلې هوايي بریدونه کړي او په دغه بریدونو کې ډېری بریدونه داسې وو، چې د ملکي خلکو په کورونو، جنازو، ودونو او نورو مراسمو شوي دي. کله کله به امریکا او ناټو هم منله، چې په هوايي برید کې یې ملکي وګړي وژل شوي، خو حکومت به دغه بریدونه هم ځانته راجع کول او د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې خبره یې هېڅکله نه ده منلې. ښه بېلګه د کندوز په یوه دیني مدرسه بمبار و، چې امریکا پرې بښنه وغوښته، خو حکومت تر پایه نه منله چې په دغه برید کې وژل شوي او ټپیان شوي دې ملکي وګړي وي.
حکومت او حکومتولي په لویه سینه کېږي، خو د اشرف غني په مشرۍ روان حکومت د خلقیانو، کمونېستانو او پرچمیانو د دورې په شان یو استبدادي حکومت دی، چې مخالفین په هېڅ ډول نه شي زغملی او په هره بڼه د خپلو مخالفینو په ځپلو پسې یې راخیستې ده. هغه حکومت چې د یوه ویاند یوه رښتیا خبره نه‌شي زغملی، نو هغه به څنګه سولې ته غاړه کېږدي او له خپل واک څخه به تېر شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button