هلمند کې د پولیسو تعلیمي مرکز د تامیناتي برخې مسئول وژل شوی

عزم(پنجشنبه، ۴ مرغومی ۱۳۹۹):د هلمند ولایت امنیتي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار دوهمه حوزه کې د پولیسو د تعلیمي مرکز د تامیناتي برخې مسئول حاجي میرویس د نامعلومو وسلوالو له لوري وژل شوی دی.

ویل شوي په نوموړی د خپل کور مخته نامعلومه وسله والو ډزې کړي چې په ترڅ کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

د هلمند ولایت مقام او یا امنیه قومندانۍ تر اوسه د دغې پیښې په اړه څه نه دي ویلي، هڅه مو وکړه چې د ولایت له ویاند سره یې په اړه اړیکه ونیسو، خو زمونږ پیغام ته یې ځواب و نه ویلو.

په دې وروستیو کې د کابل ښار په شمول اکثرو ښاري سیمو کې هدفي وژنو زور اخیستی، چې ډیر خلک یې ویرولي او حکومت یې هم په مخه نیولو کې پاته راغلي.

د اکثرو هدفي وژنو مسئولیت هم څوک نه مني، طالبانو نن په خپله ورځنۍ رسمي خپریدونکې مقاله کې دغه وژنې رد کړې دي او دا یې د حکومت له لوري د خپل واک د بقا لپاره ناسمه دسیسه بللې ده.

د یادونې وړ دی چې تر ډیره په دغو هدفي بریدونو کې د دولت منتقدین په نښه کیږي، ځکه یې اکثر د پړې ګوته هم حکومت ته نیول کیږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: