ترکیه د “ملانصرالدین” زیارت بیا رغونه پیلوي

عزم(شنبه، ۶مرغومی ۱۳۹۹): ترکیه وایي، پریکړه یې کړې چې دمشهورعالم ملانصرالدین قبر، چې ددغه هیواد د قونیه ښار په آک شهیر سیمه کې واقع دی، بیا ورغوي.
اناتولیا وایي، دا پریکړه د ترکیې د اوقافو وزارت دفرهنګ وزارت په ملاتړ، کړې او ویلي یې دي چې تیره ورځ یې د لوی ښاروال په ملتیا له یاد قبر څخه لیدنه هم کړې ده.
د ترکیې د اوقافو د ادارې مشر نورالله عثمانلي، ملا نصرالدین یو پیاوړی شخصیت بللی او زیاتوي، هغه که څه هم یو ټوکي او خوشالوونکې څیره وه، خو ترڅنګ یو برجسته عالم او ستر فقیه هم وه.
نوموړی وایي چې دا د سلطان عبدالحمید له واکمني وروسته دوهم ځل دی، چې د ملانصرالدین د زیارت بیارغونه کیږي.
د سیمې ښاروال وایي، په پام کې لري، دا مقبره په خورا دقت او آساسي ډول سره ورغوي.
ترکان عموما د زیارتونو او تاریخي ځایونو له ودانولو
سره علاقه لري او افغانستان کې یې هم د جلال الدین محمدبلخي د زیارت په ګډون یو شمیر پخواني مشهور ځایونه تر بیا رغونې لاندې نیولي دي