په هلمند کې د لومړي ځل لپاره له جوارو د حیواني خوراکي توکو جوړول پیل شول

عزم(دوشنبه، ۰۸، مرغومی ۱۳۹۹): د هلمند د کرنې ریاست وايي، د لومړي ځل لپاره د خصوصي سکتور په همکارۍ په دغه ولایت کې له جوارو او د جوارو له بوټو څخه د حیواني خوراکي توکو جوړولو لومړنۍ چارې پیل شوې.

د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو وايي، د کرنې ریاست اړوند د چرګانو فارم کې د جوارو څخه د حیواني خوراکي توکو جوړولو کارخونې په کار پیل کړی، چې تر دې مهاله یې ۱۰۰ټنه حیواني خوراکي توکي چمتو کړي دي.

د الکو په خبره، برابر شوي توکي به نورو ولایتونو ته هم ولېږل شي او د هېواد په ګڼو فارمونو کې به ترې ګټه واخیستل شي.

«د دې فابریکې په جوړېدو سره به د جوارو لپاره د بازارموندنې د زمینې تر څنګ د حیواناتو د اړتیا وړ خوراکه برابریږي، چې یادې فابریکې څخه به د هلمندي مالدارانو د مالدارۍ لپاره باکیفیته خواړه برابریږي او په ورته وختونو کې به نورو ولایتونو ته د لیږدولو زمینه هم برابره شي.»

هلمند چې هر کال زرګونه ټنه جوار تولیدوي، ډېره کمه برخه یې هلمند او ډېره برخه یې نورو ولایتونو ته د اړتیا په موخه صادریږي، چې په دې سره به د یاد ولایت د جوارو د تولید برخه یو څه مدیریت شي.

اوس‌مهال د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د حیواناتو لپاره د خوراکي توکي ګڼې کارخونې فعاله شوي دي، خو په هلمند کې د لومړي ځل لپاره دغه کارخونه جوړېږي.

په هلمند کې هر کال زرګونه ټنه د جوارو حاصلات راټولېږي، چې د هلمند سربېره ګڼو ولایتونو ته هم لېږل کېږي او یوه برخه یې بهر ته هم صادرېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button
%d bloggers like this: