طنزي تعريفات (سلاکار)

(سلاکار) فاعلي صفت دئ چي له (سلاح) او (کار) څخه جوړ سوی دئ، خو څه رنگه چي په پښتو ژبه کي تر (الف) وروسته د (ح) توری نه تلفظ کېږي، نو له دې امله د وخت په تېرېدو سره په ليکلو کي هم غورځېدلی او له (سلاح کار) څخه (سلاکار) جوړ سوی دئ، سلاح کار ياني هغه څوک چي د پوهي پر ځای يې له سلاح سره کار وي او په زور يوه مقام ته رسېدلی وي، خو په سياسي اصطلاح کي بیا هغه لوړپوړي دولتي چارواکي ته وايي چي ولسمشر يې نه پېژني او نه ورسره ويني، د مقررۍ مکتوب يې د نورو کاغذونو په منځ کي ولسمشر ته پټو بلاوو ور ايښی او هغه بېچاره هم په پټو سترگو لاسليک کړی وي. سلاکاران دفترونه لري، خو کارونه نه لري، امتيازات لري، خو مسئولیت نه لري، امتيازات له دولت څخه اخلي، خو له دولت څخه دباندي له نورو پټو بلاوو سره هم لاس لري، د سلاکارانو شمېر يو پاک خدای او دوهم د ولسمشر د دفتر رئیس ته ورمعلوم وي، که عام خلک په دولت کي د عادي ماموريت له پاره هم درخواست ورکوي، نو بايد هم سواد ولري او هم یو چهل متره امتحان ورکړي، خو سلاکار سواد ته اړتیا نه لري، که سواد و نه لري لا يې خولۍ په غوړو کي ده، خو ځیني باسواده او پوه سلاکاران بيا په بهرنیو سفارتونو کي ټاکل کېږي، دوی په حقیقت کي هکران (huckers) دي، اصلي وظیفه يې هم دا ده چي د چا سلاکار وي، د هغه عقل او حافظه هک کړي!؟
عبدالنافع همت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: