ډېره عجیبه

فرانز کافکا(۱۸۸۳ـ ۱۹۲۴) میلادي تر پایه واده ونه کړ او نه یې کله بچیان شوي ـ په څلوېښت کلنۍ کې یوه ورځ د برلن په یوه پارک کې قدم وهي، یوه په ژړا ماشومه ویني، پوښتي یې ـ ویل تر هر څه زړه ته ورتېره نانځکه یې ورکه شوې.
کافکا له ماشومې سره په ګډه لټونکی کیږي؛ خو نه توانیږي.
کافکا ماشومې ته وایي: سبا یې باید بیا ولټوو ـ سبا ته یې بیا لټه وکړه؛ خو چې پیدا نه شوه؛ کافکا یو لیک ماشومې ته ورکړ چې نانځکې ‘ لیکلی’ و ـ
لیکل شوي وو: ” زما ملګرې” مه ژاړه ـ زه د نړۍ لیدو ته وتلې یم او تاته به د خپل حیرانوونکي سفر په اړه ووایم ‘ـ
په دې توګه د یوې دسې کیسې پیل وشو چې د کافکا د ژوند تر پایه یې ادامه درلوده.
له ماشومې سره د لیدو پر مهال به کافکا د دې نانځکې لیکونه لوستل چې پکې په زړه پورې سفر او خوږې کیسې وې ته وا ماشومه د خپلې نانځکې لیکونه ګڼي او زړه یې سکون اخلي ـ
بالاخر یوه ورځ کافکا ماشومې ته یوه نانځکه راوړه او ورته ویې ویل: نانځکه دې د نړۍ له سفر برلن ته بیرته راګرځیدلې.
ماشومې چې ولیده ویل دا خو بیخي د هغې نانځکې غوندې نه ښکاري ـ کافکا ماشومې ته یو بل لیک ورکړ چې نانځکې پکې لیکلي وو: ‘ د نړۍ په سفر سره بدله شوې یم ‘ ـ
کمکۍ ماشومې نانځکه سینې ته یووړه او په خندا خوشحالۍ کور ته لاړه.
یو کال وروسته کافکا ومړ ـ کلونه وروسته چې کله ماشومه پیغله شوه، یوه ورځ د نانځکې په اړولو راړولو یې له مېنځه د فرانز کافکا لاسلیک شوی لیک وموند چې لیکلي یې وو:
‘ هر هغه څیز چې ته ورسره مینه کوې، یوه ورځ ورکیږي،او بالآخر په هر شکل و صورت چې وي؛ خو مینه به خامخا مومې’ـ
ژباړه: شفیع الله تاند

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button