سامسنګ شرکت په لومړي ځل د ۵ کیمرو لرونکی موبایل بازار ته وړاندې کوي

د موبایل جوړونې ستر شرکت (سامسنګ) چې دوه کاله وړاندې یې په (۲۰۱۸) کې د ۴ کیمرو لرونکی لومړنی ځیرک موبایل بازار ته وړاندې کړی و؛ غواړي دا ځل د ۵ کیمرو لرونکی موبایل هم له جوړولو وروسته خرڅلاو ته راوباسي.
د یاد شرکت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې: ډیر ژر به د ګیلکسي اېس ۲۱ الټرا په شکل کې داسې یو موبایل بازار کې نماېش ته وړاندې کړي، چې پر شا (بېک) به ۵ کیمرې ولري.
ګیلکسي اېس ۲۱ الټرا به د سامسنګ شرکت او نړۍ لومړنی موبایل وي، چې پر شا به ۵ کیمرې لري.
ویل کیږي: دغه موبایل به راتلونکې میاشت بازار ته وړاندې شي.
د موبایل تر ټولو ستره کیمره به ۱۰۸ میګا پکسل او کوچنۍ ۱۲ وي، چې د نورو موبایلونو د کیمرو په نسبت به یې کیفیت او ظرفیت ښه وي.
همداراز ګیلکسي اېس ۲۱ الټرا موبایل ته ۶.۸ انچه نوې ډسپلي هم ورکړل شوې ده.
تر اوسه د یاد موبایل د نمایش کره تاریخ نه دی روښانه شوی؛ خو ویل کیږي، چې له جنوبي کوریا سره تړلی سامسنګ شرکت به د فبروري په لومړیو کې د موبایلونو په نړیوال نندارتون کې وړاندې کړي.
خو د دې ترڅنګ اوازې شته چې دغه نندارتون به په بارسلونا کې د کرونا د شدت او شتون له امله په جون میاشت کې وي.
همدارنګه ویل کیږي چې ښايي سامسنګ د نوي کال په لومړۍ میاشت له ۱۱ تاریخ نه تر ۱۴ مه پورې په لاس ویګاس کې ګیلکسي اېس ۲۱ الټرا موبایل بازار ته وړاندې کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button