د ماسک نه تړلو له امله یو ولسمشر ۳۵۰۰ ډالر جریمه شو

په نړیوالو رسنیو کې د چیلي هېواد د ولسمشر هغه انځور تاویږی، چې د سمندر په غاړه یې له خپلې یوې مینه والې سره اخیستی او دی یې له امله ۳۵۰۰ ډالر جریمه شوی دی.
ویل شوي، چې ولسمشر سباسټین پينېرا د روانې میاشتې په لومړیو کې د سمندر په غاړه له یوې میرمنې سره د انځور اخیستلو پر مهال ماسک نه و تړلی؛ چې له امله یې نوموړی نغدي جریمه شو.
چیلي د امریکا لویې وچې له هغو هېوادونو څخه دی، چې د کرونا مثبتې پېښې پکې د ډېریدو په حال کې دي او ستر لامل یې له برازیل سره د اوږد سرحد درلودل بلل کیږي.
د چیلي حکومت په عمومي ځایونو کې د ماسک تړلو لپاره سخت اصول او قوانین وړاندې کړې او هغه څوک چې یاد قوانین عملي نه کړي، نغدي جریمه کېږي او یا به زندان ته لویږي. نو له همدې امله د یاد هېواد ولسمشر هم ۳۵۰۰ ډالر جریمه شوی.
بل لور ته د چیلي هېواد ولسمشر ویلي: د سمندر په غاړه مې پلي تګ کاوه چې یوې میرمنې وپېژندم، د انځور غوښتنه یې وکړه او ما هم عکس ورسره واخیسته؛ خو باید ماسک مې تړلی وای.
باید وویل شي چې چیلي کې شاوخوا ۶ لکه تنه په کرونا اخته دي او له ۱۶ زرو زیات همدې خطرناک وېروس وژلي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: