له عزم ویبپاڼې سره د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند’ډاکټرنعیم’ ځانګړې مرکه

محترم ډاکټرصاحب ښه راغلاست

لومړۍ پوښتنه: د هیواد د روان خونړي وضعیت لامل څه بولئ او له دغه بحران څخه د وتلو لارې کومې دي؟

ډاکټرنعیم: په افغانستان کې روان وضعیت لكه ټولو ته چې معلومه ده د اشغال په نتيجه کې رامنځ ته شوی دی.
ددغه حالت څخه د وتلو لاره لکه څرنګه چې اسلامي امارت له پيله ويلي د هېواد استقلال او يو خپلواک اسلامي او افغان شموله پياوړی نظام را منځ ته کېدل دي.
د همدې لپاره اسلامي امارت له بهرنيانو سره مذاکرات وکړل او اوس داخلي بعد ته هم په همدې نيت او د همدې موخې لپاره داخل شوی دی.

دوهمه پوښتنه: په کوردننه مذاکرات کله شوني دي او په دې برخه کې مذاکراتي ټیمونو کوم بحث کړی کنه؟

ډاکټرنعیم: د مذاکراتو د ځای خبره د دواړو ټيمونو تر توافق پورې تړاو لري، د قطر هېواد انتخاب هم د دواړو ټيمونو په توافق و، په دې اړه د اسلامي امارت مذاکراتي ټيم کوم مشکل نه لري، دا خبره موږ مخکې هم کړې.

دریمه پوښتنه :نن سبا له مختلفو لوریو “دسوله ضدکړیو” نوم اوریدل کیږي، ستاسو په آند د سولې ضد کړئ په مشخص ډول کومې دي او آیا په ارګ کې هم فعالیت لري؟

ډاکټرنعیم: د سولې ضد څېرې او کړۍ خلکو، ولس او نړئ ته معلومې دي، ټول يې پېژني.
په عام ډول د سولې مخالفت هغه کړئ او څېرې کوي چې د هېواد استقلال او د ولس سوکالي نه غواړي او خپلې ګټې د اشغال په دوام کې ويني.

څلورمه پوښتنه: ویل کیږي د کابل مذاکراتي ټیم ته طالبانو خپله اجنډا او هغوی طالبانو ته خپل غوراوي وړاندې کړي، که راته ووایاست چې د مقابل لوري موضوعات د بحث وړ دي، کنه او تاسو ته څومره ارزښت لري؟

ډاکټرنعیم: د بين الافغاني مذاکراتو ټيمونو د خپلو اجنډاوو ابتدايي موضوعات او په اړه يې وضاحتونه يو له بل تبادله كړي.
اصلا مذاکرات ددې لپاره وي چې په موضوعاتو بحثونه وشي، او دبحثونو په نتيجه کې توافق را منځ ته شي.

پنځمه پوښتنه: کابل تر تولو بحثونو وړاندې د اوربند اعلان، شرط بولي، خو تاسو بیا داټکی تر ټولو وروسته، وروستۍ نتیجه یادوئ، که د کابل ټیم له اوربند پرته په بل څه بحث ته تیار نه وه، ستاسو غبرګون به څه وي.؟

ډاکټرنعیم: لکه مخکې مو چې وويل په موضوعاتو بحث کول د مذاکراتي ټيمونو مسوليت دی، لکه د دوحې په تړون کې چې راغلي اوربند به د بين الافغاني مذاکراتو د اجنډا له موضوعاتو څخه يوه موضوع وي.
د يادونې وړ ده چې بين الافغاني مذاکرات د دوحې تړون له مخې پيل شوي.

شپږمه پوښتنه: آیا اسلامي نظام تاسو ته سره کرښه ده؟؛ که وي، نو د جمهوریت له ټیم سره پرې جوړجاړی ممکن بولئ؟ په داسې حال کې چې هغوی جمهوریت سره کرښه بولي او ټینګار کوي چې مذاکراتو کې پرې بحث هم نکوي؟

ډاکټرنعیم: اسلامي نظام د افغان مجاهد ولس هدف دی دا څلويښت کاله يې تکلیفونه او زحمتونه د همدې لپاره ګاللي او بې شماره قربانۍ يې ور کړې دي، اسلامي نظام به راځي ان شاء الله او هيڅوک يې مخالفت نه شي کولی.

اوومه پوښتنه: اوسنیو حالاتو کې د ارګ لخوا په کوردننه د مذاکراتو غوښتنه څنګه ارزوئ او دا چې ولې دا غوښتنه د سولې اصلي آدرس “مصالحې شورا” مطرح نکړه؟
ډاکټرنعیم: لکه مخکې مو چې وویل، د مذاکراتو د ځای ټاکل د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو په توافق سره کېږي.
په کور د ننه د مذاکراتو غږ او بل لوري ته د اشغال د دوام غږونه سره متضاد دي، که په رښتيا په خپل کور او هېواد کې مذاکرات هدف وي او د هېواد د مينې ټټر وهل کېږي، لومړی بايد د هېواد د استقلال او خپلواکئ غږ چې د افغان ولس غږ دی بدرګه شي.
په دې ډول تکتيکونو خلک او ولس نه تېر وزي، حقيقت ټولو ته معلوم دی.

اتمه پوښتنه: څه فکر کوئ، مذاکرات به په ټاکلي وخت بیرته پیل شي؟

ډاکټرنعیم: د دواړو ټيمونو تر منځ همداسي توافق شوی چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر پنځمه نیټه به د بين الافغاني مذاکراتو دوهم دور په دوحه کې پیلېږي، هيله ده چې پر ټاکلې وخت به پيل شي. ان شاء الله.

نهمه پوښتنه: ستاسو په آند د هیواد د روان وضعیت د ښه کیدو لپاره معقوله طرحه چې ښکیلې غاړې پرې توافق وکړي، کومه ده؟
ډاکټرنعیم: د روان وضعیت څخه د وتلو لپاره تر ټولو معقوله طرحه عملا د اشغال خاتمه او د يو نوي اسلامي نظام را منځ ته کېدل دي، کوم چې د دوحې په تړون منعکس شوي دي.

لسمه پوښتنه: د افغانستان ولسونو او په ځانګړې توګه، دواړو لوریو کې ولاړو کسانو ته مو پیغام څه دی؟

ډاکټرنعیم: ولس ته د خپلواکئ او د‌دوی د ارزښتونو او آرمانونو په رڼا کې د يو خپلواک افغان شموله اسلامي نظام د راتلو پيغام لرو، او له ټولو اړونده جهتونو څخه هيله لرو چې د همدې موخو لپاره په اخلاص او صداقت سره خپلې هڅی په کار واچوي.

یولسمه پوښتنه: ولې مو پاکستان ته سفر وکړکه یې په هکله وضاحت وکړئ؟

ډاکټرنعیم: پاکستان ته سفر له نړيوالو اصولو سره سم د نورو سفرونو په څېر د نوموړي هېواد په رسمي بلنه تر سره شو.
د يادونې وړ ده چې نوموړې بلنه لا له مخکې شوې وه، د مذاکراتو له وقفې سره يې کوم تړاو نه درلود، بلکې له فرصت نه په استفادې سره په دغه وخت کې وشو.

زموږ پلاوي له دې نه مخکې او هم د وقفې په جريان کې هېواد ته له خپلو مشرانو سره د جریاناتو د شريکولو او مشورو لپاره تللي دي. او په آينده کې به هم دوام مومي.

دولسمه پوښتنه: ستاسو په آند تر قطر وروسته کوم هیواد د مذاکراتي بهیر د کوربه توب لپاره ښه ځای دی؟

ډاکټرنعیم: د مذاکراتو د ځای د تغير په اړه موږ کوم مشکل نه لرو، قطر هېواد د بين الافغاني مذاکراتو او تر دې وړاندې له امريکايانو سره د مذاکراتو پر مهال ښه رول اداء کړی، چې موږ يې قدر داني او مننه ترې کوو.
خو بيا هم که د ځای د تغير موضوع مطرح كېږي، او ځای تغيرېږي هغه به د دواړو ټيمونو په توافق وي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: