د هرات د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصلانو یوه ځیرکه دروازه جوړه کړې

عزم(سه شنبه، ۰۹، مرغومی ۱۳۹۹): د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي یو ډلې محصلانو له کرونا وایروس سره د مبارزې لپاره یوه ځیرکه دروازه جوړه کړې ده.

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، جوړه شوې دروازه کسان شمېري، ضد عفوني کوي یې او د بدن د تودوخې درجه یې هم معلوموي. «دغه دروازه د کسانو د ننوتو پر مهال په اتومات ډول روښانه کېږي، په دویم پړاو کې کس په بشپړه توګه ضد عفوني کوي او په درېيم پړاو کې يې د تودوخې درجه معلوموي.»

د دې دروازې جوړوونکو د ۱۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت سره ۵ مياشتې د دروازې په ډيزاين او کارونو تېرې کړې چې د ډېرې پانګې په لګښت سره به فلز لرونکی سکېنر هم ولري او د مسجدونو، مدرسو، ښوونځيو او پوهنتونونو په دروازو کې به د کارولو وړ وي.

په تېرو څو کلونو کې افغان ځوانانو یو شمېر له نوښتونو ډکې اختراعوې وکړې، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله ډېری ځوانان زړه ماتي شول او له خپلو اختراعاتو لاس په سر شول.

افغان مخترعین ځوانان وايي، که حکومت ورته اسانتیاوې برابرې کړي ګڼ توکي به جوړ کړي، چې د خلکو په ژوند کې به مثبت بدلون راولي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: