طالبان وایي؛ بلخ کې تر ۱۰۰ ډیر دولتي عسکر ورته تسلیم شوي

عزم(چهار شنبه،۱۰مرغومی ۱۳۹۹): طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د بلخ ولایت په څو ولسوالیو کې په لسګونو تنه دولتي سرتيري ورته تسلیم شوي دي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د بلخ ولایت په چمتال، چهاربولک، چهار کنت، زارع، خاص بلخ، دهدادي اوشولګر ولسوالیو په مربوطاتو کې شاوخوا ۱۱۱ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د “حقائقو په درک کولو” سره له خپلو دندو لاس په سر او ددوی لیکو ته ورغلي دي.

طالب ویاند ویلي چې یادو کسانو ته ددوی د د دعوت او ارشاد مسئولینو هرکلی ویلي او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړي دي.
وروسته له هغه چې طالبانو ټولو دولتي عسکرو ته د وسلې ایښوودو او له مخالفته د لاس اخیستو په شرط عمومي عفوه اعلان کړه؛ هره میاشت په سلګونو عسکر له خپلو دندو راجلا او له طالبانو سره ملګري کیږي؛ چې دې کار د دولت نظامي لیکې له سخت بحران سره مخ کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button