کرېکټ: د اتل کلبونو ترمنځ د اتلولۍ جام خوست زلمیانو لوبډلې وګاټه

عزم(پنجشنبه، ۱۱، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ ادارې لس ورځې وړاندې د زونونو په کچه د اتل کلبونو ترمنځ سیالۍ پیل کړې وې، چې پای لوبې ته د کابل زلمیانو او خوست زلمیانو لوبډلې لاره پیدا کړې وه.

د کرېکټ بورډ اداره وايي، په پای لوبه کې د خوست زلمیانو او کابل زلمیانو کلبونو ترمنځ سیالي ترسره شوه.

د دې لوبې په پیل کې کابل زلمیانو د لوبې پچه وګټله او لومړی یې د سیالې لوبډلې پر وړاندې د توپ اچونې پرېکړه وکړه. خوست زلمیانو لوبډلې د لوبې په ۳۷،۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېد سره ۲۲۵ منډې جوړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۲۶ منډو هدف وټاکه.

خوست زلمیانو لوبډلې ته په توپوهنه کې تر ټولو ډېرې ۷۳ منډې اکبر علي، ۶۰ محمدالله او ۲۷ منډې نعمت الله ځدراڼ ترسره کړې، خو د کابل زلمیانو لوبډلې په ګټه عبدالوهاب ۳، بلال سمیع، ریاض حسن، جمعه سلطاني ۲-۲ او ننګیالي خان یوه یوه ویکټ واخیسته.

ورپسې کابل زلمیانو لوبډلې د ټاکلي هدف د پوره کولو په موخه توپوهنه پیل کړه چې د لوبې په ۳۲،۳ اورونو کې یې د ټولو ویکټو په غورځېدو سره یوازې ۱۷۴ منډې جوړې کړې او خوست زلمیانو لوبډلې ته یې د ۵۱ منډو په توپیر لوبه وبایلله.

کابل زلمیانو لوبډلې ته ډېرې ۶۸ منډې ریاض حسن او ۳۹ منډې ننګیالي ترسره کړې او د خوست زلمیانو لوبډلې په ګټه بیا په توپ اچونه کې هاشم او خلیل ګربز ۳-۳، باختر اتل ۲، نسیم منګل او نعمت الله ځدراڼ ۱-۱ ویکټ وغورځوله.

د خوست زلمیانو لوبغاړی هاشم چې د خپلې لوبډلې په ګټه یې ۱۸ منډې جوړې کړې وې او ۳ ویکټې یې غورځولې وې، د پایلوبې د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

باید وویل شي سربېره پر دې د کندهار السعادات لوبډلې لوبغاړی عارف خوشال چې په یادو سیالیو کې یې ۱۹۰ منډې جوړې او ۶ ویکټې هم ترلاسه کړې وې؛ د سیالیو د غوره لوبغاړي، د کابل زلمیانو لوبډلې توپوهونکی رحیم منګل چې زیاتې ۲۱۶ منډې یې جوړې وې، د سیالیو د غوره توپوهونکي او د خوست زلمیانو لوبډلې توپ اچوونکی هاشم چې په یادو سیالیو کې یې، ۱۰ ویکټې اخیستې وې، د سیالیو د غوره توپ اچونکي  جایزې ترلاسه کړې.

د یادولو وړ ده چې یادې سیالې چې په خوست کرېکټ لوبغالي کې د څلور اتلو لوبډلو خوست زلمیان، کندهار السعادات، کندز اشرف او کابل زلمیانو لوبډلو ترمنځ پیل شوې، ۹ ورځې دوام وکړ او د خوست زلمیانو لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button