کندهار کې له ۲۰۰ پوستو عسکرو تېښته کړې

عزم(پنجشنبه، ۱۱، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د ملي امنیت شورا مني، چې په کندهار کې له لسګونو پوستو عسکرو شاتګ کړی او پوستې یې پرې اېښې دي.

د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وايي، په کندهار کې له ځینو پوستو عسکرو شاتګ کړی او پوستې یې پرې اېښي دي، چې د دغه پوستو مشران مجازات شوي، بندیان شوي او ځینې یې له پوښتنو ګروېږنو سره مخ شوي دي.

خو فرانس پرس خبري اژانس وايي، په کندهار کې له ۲۰۰ پوستو عسکرو شاتګ کړی او یادې پوستې طالبانو نیولي دي.

یاد اژانس ته د کندهار والي حیات الله حیات منلې ده، چې د کندهار په ژړۍ، میوند، ارغنداب او پنجوايي ولسوالیو کې له ۱۹۳ پوستو عسکر په شا شوي او خپلې پوستې یې طالبانو ته پرې اېښې دي.

حیات ویلي، د یادو ټولو پوستو قومندان عدلي ـ قضايي ارګانونو ته معرفي شوي دي.

نږدې هره ورځ په کندهار کې د طالبانو او حکومتي عسکرو ترمنځ سختې نښتې کېږي، چې طالبان له حکومتي عسکرو پراخه سیمې نیسي او د پوستو سربېره بېسونه هم طالبانو ته پرې ږدي.

د دفاع وزارت بیا نه مني، چې ګوندې په کندهار کې دې عسکر له پوستو په شا شوي وي. د یاد وزارت مسوولین وايي، کومو عسکرو چې خپلې پوستې پرې اېښي مجازات به شي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button