آیا اولاد هم حق لري؛ که یوازې مور او پلار؟

تمیم تکل

دلته زموږ په سیمه کې د یوه کس دوه زامن وو. یو په ښوونځي کې و او بل یې په مدرسه کې. د ښوونځي والا پلار ته ویلي وو چې د معلم ورځ ده، پیسې راکړه موږ مېله کوو. پلار هم پینځه سوه ۵۰۰ افغانۍ ورکړې وې. د پنجشنبې په ورځ یې د مدرسې والا زوی ویلي وو چې موږ نن انجمن لرو پیسو ته مې ضرورت دی؛ پلار یې اول ښه درته سپک کړی چې په پیسو څه کوې او… بلاخره یې پنځوس ۵۰ افغانۍ ورکړي دي او هغه هم له پېغورونو سره! هلک کرار تللی او په ونو کې یې ځان ځوړند کړی او وژلی دی.

زموږ گاونډیان وو. ډېرو به ورته ویل چې دا زامن دې ښوونځي یا هم مدرسې / جومات ته ولېږه چې یو څه زده کړی؛ خو هغه به منفي ځواب ورکاوه چې دا دومره خلکو زده کړې وکړې څه یې ترلاسه کړل چې زما زامن به یې هم ترلاسه کوي؟ بس د ده زامن به وو او حیوانات(خر، غوایی، مېږه او آس) به یې په مخه کړي وو. دا یې ژوند و، اوس یې له کوره شکایتونه اورو چې زامن مې داسې کوي او هغسې کوي.

پلار جان یو زوی چې پیسې راگټي بیخي لمانځه ته نه راپاڅوي؛ خو دا بل کشری چې نوی ځوان شوی دی په لغتو لغتو له خوبه راپاڅوي؛ په یوه باندې د ودونو او ختمونو چکر وهي او په بل باندې سخت شاقه کارونه کوي.

اعتدال ښه وي. موږ چې تمامه ورځ د والدینو د احترام خبرې کوو؛ ښه ده چې کله د زامنو او لورگانو په حقوقو هم خبرې وکړو. زوی هم یو انسان دی؛ ځیني د انسان په سترگه هم نه ورته گوري؛ چې بله ورځ شهید شو یا وفات شو بیا خپل سر سر وهي چې اخ زوی جانه!

مور او پلار دې ښه زامن تربیه کړي چې بیا د دوی ښه احترام وشي. دوی دې خپل زامن سم وروزي او حقوق یې ورکړي چې سبا هغوی هم د والدینو حق پر ځای کړي.

سمه ده چې نن زامن خراب شوي دي؛ خو د دغې خرابۍ عوامل چې ولټوې بېرته خبره گرځي د اولاد تربیې، حرامې نفقې او بد اخلاقۍ ته…

ما داسې پلرونه لیدلي دي چې له پردیو خلکو سره خاندي، ټوکې او مسخرې کوي؛ خو په خپل کور کې خپل زوی ته په ډېره تونده لهجه د خره او غوايي خطاب کوي. چې زوی یې دومره اشتباه وکړي، دی یې د سالنگ له تونله راوباسي. یا دا چې پلار بل ځای کې درد لیدلی وي، د دغه درد انتقام بیا له لور او زوی نه اخلي چې دا فوق العاده لوی او شین ظلم دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button