په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر له ۵۳زرو واوښت

عزم(سه شنبه، ۱۶، مرغومی ۱۳۹۹): د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو د کرونا ۱۰۲مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ورسره د ټولو مثبتو پېښو شمېر هم له ۵۳زرو واوښت.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کرونا وایروس ۱،۵۷۵مشکوکې پېښې کتل شوي، چې یوازې ۱۰۲یې مثبت وو او پاتې یې منفي وو.

د روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور وايي، تازه پېښې ۵۳په هرات، ۷ په کندهار، ۱۳په تخار، ۵ په کاپیسا، ۴ په غزني، ۳ په ننګرهار، ۲ په کونړ او په هلمند، غور، بلخ او سرپل ولایتونو کې یوه ـ یوه پېښه ثبت شوې ده

دی وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۷تنه له کرونا وبا مړه شوي او ۱۲۵ تنه بیا له کرونا رغېدلي دي.

اوس‌مهال په ټول هېواد کې ۵۳،۰۱۱تنه د کرونا په وبا ککړ شوي، چې ۴۲،۵۳۰تنه ترې رغېدلي، خو ۲،۲۳۷تنه له دې ناروغۍ مړه شوي او ۸،۲۴۴ تنه لا هم په دې ناروغۍ ککړ دي.

که څه په ځینو هېوادونو کې د کرونا دویمه بڼه خپره شوې ده، خو د روغتیا وزارت وايي، تراوسه په هېواد کې د کرونا د دویمې بڼې کومه مثبته پېښه ثبت شوې نه ده.

تېره اوونۍ د روغتیا وزارت چارواکو له هېوادوالو غوښتي وو، چې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پاکستان او هندوستان ته خپل سفرونه وځنډوي؛ ځکه په یادو دواړو هېوادونو کې د کرونا دویمې بڼې پېښې ثبت شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: