د ازبکستان څخه راغلې بریښنا په مکمله توګه وتړل شوه

عزم(سه شنبه، ۱۶ مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان بریښنا ریاست وایي چې هیواد ته له ازبکستان څخه راغلې بریښنا د فني خرابي له امله په بشپړه توګه بنده شوې.

د بریښنا شرکت وایي له ازبکستان څخه راغلې بریښنا نن سه شنبه تړل شوې، خو یاد شرکت وایي چې دغه بندیدا ازبکستان کې د بریښنا فابریکو کې د خرابي له امله ښودل شوې.

په دې اړه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دمګړۍ له کورنیو منابعو څخه بریښنا ترلاسه کیږي او په دې اړه له ازبکستان هیواد سره اړیکه نیول شوې چې ډیر زر به رامنځته شوی مشکل حل شي.

د یادونې وړ دی چې د ازبکستان بریښنا پرې کیدو سره په هغو ټولو ولایتونو کې بریښنا پرې شوې چې دغه لاین ترې راتیر شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې له ازبکستان څخه ۴۰۰ میګاواټه بریښنا راتله چې وروسته د فني مشکلاتو له امله ۲۵۰ میګاواټه ته راکښته شوه او اوس مهال له همدې امله ځینو ولایتونو کې د بریښنا کمبود هم رامنځته شوی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button