کرېکټ: ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته ورسېده

عزم(چهارشنبه، ۱۷، مرغومی ۱۳۹۹): د افغانستان د کرېکټ بورډ اداره وايي، له ایرلینډ سره د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره ملي لوبډله پرون متحده عربي اماراتو ته ولاړه.

له کرېکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، ملي لوبډله د عمان پر ځای اماراتو ته ولاړه او د روانې جنوري میاشتې په وروستیو کې به د ایرلینډ پر وړاندې د کرېکټ د نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د لیګ درې یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کړي.

د خبرپاڼې له مخې، د اماراتو هېواد له لوري د وېزو د نه ورکړې له امله پتېل شوې وه، ترڅو یادې سیالۍ په عمان کې ترسره شي، خو د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو او ورسره مل پلاوي ته د یاد هېواد له لوري ویزې ورکړل شوې، چې ورسره دغه ستونزه حل او په پایله کې به یې یادې سیالۍ په اماراتو کې ترسره شي. «ادارې له پیله په پام کې درلوده، چې دغه  لوبې په اماراتو کې ترسره کړي، خو د دغه هېواد له لوري د کرونا ناروغۍ له امله د افغانستان په ګډون پر یو شمېر نورو هېوادونو وېزې بندې شوې چې له امله یې لوبغاړو ته د وېزو د اخیستو چاره هم ټکنۍ کړې وه.»

په خبرپاڼه کې ویل شوي، مېلمه لوبډلې«ایرلینډ»هم د عمان پر ځای لوبې په متحده عربي اماراتو کې غوښتې او دغه سیالۍ هم په دغه هېواد کې برابرې شوې. «د افغانستان کرېکټ بورډ د تېر کال د نومبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د متحده عربي اماراتو وېزو د ترلاسه کولو په موخه غوښتنه کړې وه، خو پرون شپه ناوخته یاد هېواد ټولو لوبغاړو او له لوبډلې سره مل او اړوند مسوولینو ته وېزې ورکړې دي.»

د یادونې وړ ده چې یادو ټولو خنډونو ته په پام سره به د ملي لوبډلې دغه درې یو ورځنۍ نړیوالې سیالۍ د پخوانۍ نېټې په پرتله په وروستۍ لسیزه کې ترسره شي.

ایرلینډ لوبډله وختي متحده عربي اماراتو ته رسېدلې ده او افغان لوبډله پرون یاد هېواد ته ورسېده.

روانه اوونۍ کرېکټ بورډ د ایرلینډ پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو لپاره ۱۶کسیزه لوبډله اعلان کړې، چې تر یوه بریده یې ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو موکه ورکړې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: