کرنې وزارت راتلونکی کال د خرماوو ۱۵۰ جریبه نوي بڼونه جوړوي

عزم(چهارشنبه، ۱۷، مرغومی ۱۳۹۹): د کرنې وزارت چارواکي وايي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ زنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په پام کې لري، چې په ۱۴۰۰مالي کال په اوږدو کې په ننګرهار، لغمان او خوست ولایتونو کې د خرماوو ۱۵۰جریبه نوي بڼونه جوړ کړي.

د یاد وزارت مسوولین وايي، د دغو جوړېدونکو بڼونو له ډلې ۷۵ جریبه یې په ننګرهار، ۵۰ جریبه یې په خوست او ۲۵ جریبه یې دلغمان په ولایت کې جوړیږي. «یاد ولایتونه د خرماوو ونو د ودې په پار مناسبه اوبه هوا او چاپېریال لري. ددغو بڼونو په جوړېدو سره په یادو ولایتونو کې د خرماوو بڼونو د پراختیا او دودولو په برخه کې اغېزناک ګامونه اخیستل کیږي.»

خرما تر ډېره په ګرمو سیمو کې وده کوي. هلمند، فراه، کندهار، لغمان ، خوست او ننګرهار د خرماوو پالنې لپاره مناسب اقلیم لري.

د بڼوالۍ زنځیري ارزښت د پراختیا پروژه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې د اسیایي پراختیایي بانک «ADB» له خوا تمویلیږي او د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې، چې د مېوو او سبو ستر تولیدوونکي دي د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پیاوړتیا، د بڼوالۍ محصولاتو د وارداتو د بېلانس بدلون او صادراتو د زیاتوالي په موخه فعالیت کوي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د خرماوو کرکېله دود شوې، چې په ځینو ولایتونو کې د خرماوو له بڼونو اوس حاصلات هم راټولېږي.

د کرنې وزارت وايي، هڅه کوي چې په راتلونکو څو کلونو کې د خرماوو کرکېله ډېره کړي او افغانستان د خرماوو له اړخه پر ځان بسیا کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button