پر امریکا د بحران څپه؛ قهرجنو لاریونوالو پر کانګریس برید کړی/انځوریز

عزم(پنج شنبه،۱۸مرغومی ۱۳۹۹): تیره ورځ ناوخته د ټرمپ ملاتړو زرګونو قهرجنو لاریونوالو د امریکا د کانګریس “ولسي جرګې” ودانۍ محاصره کړه او په زور یې یادې ودانۍ ته ځان ورساوو.
لاریونوالو د ولسي جرګې د مشرې “نانسي پلوسي” پر دفتر برید وکړ او د هغې ددفتر توکي یې هم ګډوډ او تخریب کړل.

خو په ځوابي برید کې د پولیسو په ډزو یوه معترضه میرمنه هم وژل شوې ده.
په داسې حال کې چې کانګریس کې د ټرمپ د مرستیال “مایک پنس” په مشري نن د الکترال کالج رایو د تائید غونډه روانه وه او د جمهوري پالو مشر “مک مکانل” هم د جوبایډن د بریا د تائید لپاره راغلی وه، د یوه غړي له اعتراض وروسته دا پیښه رامنځته شوه او لاریونوالو د کانګریس د ماڼۍ ښیښې، څوکۍ او نور توکي مات کړل؛ خو د کانګریس غړي او پنس خوندي ځای ته ورسول شول.

د برید له امله د سنا غړي اړ شول تر څو غونډه پریږدي او یوه خوندي نظامي مرکز ته انتقال شي.
تر لاریون وروسته د کانګریس غړي د مایک پنس په مشري یوځل بیا راغونډ شول او خپله غونډه یې بیرته پیل کړه.


له برید څخه د توندلارو جمهوريپالو بله موخه داوه چې په جورجیا آیالت کې د سنا جرګې لپاره په اچول شویو رایو کې هم د دیموکراتانو بریا یقیني شوې وه
او ویل کیږي چې دیموکرات نوماندانو په اکثریت سره دا څوکۍ هم خپله کړې ده.


پر کانګریس برید ته په امریکا کې دننه او بهر ګڼو چارواکو غبرګونونه ښوودلي دي.
راتلونکي امریکایي ولسمشر جوبایډن دا پر دیموکراسي څرګند برید بللی او پر ټرمپ یې غږ کړی جې باید خپل اوباشان کنترول کړي.


د ولسي جرګې مشرې “نانسي پلوسي”، مایک پمپیو او نورو چارواکو دا برید شرموونکې کړنه بللې ده.
د بریتانیا لومړي وزیر “بوریس جانسون” د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر او د اروپایي ټولنې مشر دا برید د دیموکراسي پر یوه لوی بنسټ “شرموونکی” تیری بللی او دا یې د امریکا لپاره چې نړۍ کې ځان د دیموکراسي حامي بولي،ستر پیغور یاد کړی دی.

که څه هم ټرمپ څو ځله په ویدیویي پیغامونو او لیکنو کې له لاریونوالو د شاتګ غوښتنه وکړه، خو ټویټر، فسبوک او یوټیوب د هغه پیغامونه بیرته ختم کړل.
ځینو امریکایي سناتورانو بیا د ټرمپ د استیضاح او سلب اعتماد هڅې هم پیل کړې خو دا چې راتلونکو ۱۴ورځو کې به بریالي شي کنه، وروسته به څرګنده شي

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button